په لوګر کې د لویدلي امریکايي هلیکوبترې د محل تصاویرو څه په ډاګه کړل؟

عارف عاصم
وړمه شپه د اسلامي امارت مجاهدینو د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ په بیګمه سیمه کې هغه امریکايي هلیکوبتره له کښيناستو مخکې رانسکوره کړه چې غوښتل يې پر مجاهدینو چاپه ووهي.
د اسلامي امارت د خبري سرچینو په حواله هلیکوبتره کې سپاره ټول ۴۳ امریکايي او داخلي کمانډو عسکر چې سیمې ته د چاپې لپاره تللي وو، د غورځيدو سره ووژل شول او د هلیکوبتره سره د اور خوراک شول.
د پيښې په تړاوو د دښمنو سرچینو لخوا هم بیلابیل راپورونه خپاره شول، چې د راپورونو په اړه يې متضادو خبرو ښکاره کوله چې دښمن غواړي د يادې پيښې په اړه غلط معلومات خپاره کړي او دروغ ووايو.
د لوګر لپاره د کابل ادارې د والي ویاند سلیم صالح وویل چې هلیکوبتره د کابل ادارې د کمانډو عسکرو اړوند ده او په سیمه کې يي اضطراري ناسته کړې.
لږ وروسته د کابل ادارې د لوګر والي حلیم فدایي له آزادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل چې هلیکوبتره په سیمه کې له یوې ونې سره ټکر شوی او اضطراري ناسته يې کړي چې ایله یو عسکر په کې ټپي شوی.
هغه زیاته کړه چې هلیکوبتره د مشترکو ځواکونو اړوند ده، خو له لږ اصرار وروسته يې وویل چې هلیکوبتره د بهرنیو ځواکونو ده.
په کابل کې امریکايي سرچینو ومنله چې د دوی یوې هلیکوبترې له ونې سره د ټکر له امله اضطراري ناسته کړی چې یو پوځي يې وژل شوی او ۶ نور يې ټپيان دي.
تیره ورځ له سیمې څخه یو مجاهد چې ټوله پيښه يې له نیږدې لیدلي او څارلی وه، حکایت وکړ چې کله په شپه کې امریکايي هلیکوبترې د چاپې وهلو په موخه سیمې ته را ورسیدي، نو سیميزو مجاهدینو هم په مقابله لاس پوری کړ چې په لومړي ګذار کې يې دیو تکتیک له مخې امریکايي دوه څرخه لویه هلیکوبتره په هوا کې وویشته او رانسکوره يې کړه، دغه هلیکوبتره تر سره سهاره پورې د بیګمې سیمې په یوه کنده کې له لسهاوو عسکرو ډکه پرته وه او اور پرې بلیده.
مجاهد حکایت کوي چې له غورځيدو وروسته د څو ساعتونو لپاره هيڅ بله امریکايي هلیکوبتره سیمې ته رانږدې نه شوه، حتی په هوايي کې نورو الوتکو هم سیمه پريښوده او خورا لرې پروازونه يې کول.
هغه زیاتوي چې د جګړې په مهال د هیکوبترې د غورځيدو له ځای سره په څو مترۍ کې یو مجاهد په شهادت رسیدلي وو چې امریکایان او داخلي کمانډو عسکر د هغه مجاهد د جسد لورته هم نه وو ورنیږدې شوي.
دغه مجاهد اصرار کوي چې د هلیکوبترې د غورځيدو له ځای سره نیږدې څو کورونه دي او هيڅ ونه (درخته) نیږدې شتون نه لري.
د سیمې ګڼ اوسیدونکي د یاد مجاهد خبره تاييدوي او د خپلو سترګو لیدلی حال همدا ډول بیانوي.
د پيښې په ورځ هم د سیمې اوسیدونکو او د لوګر و لایتي شورا غړي عبدالولي وکیل وویل چې یوه امریکايي هلیکوبتره بشپړه ویجاړه شوي او له سپرلۍ سره له منځه تللې.
له پيښې څخه وروسته امریکايي ځواکونو یاده سیمه تر دوه شپو او ورځو پورې تر محاصرې لاندې وساتله ترڅو د هلیکوبتر بدنه، د مړو اجساد او نور علائم له سیمې څخه انتقال او محوه کړي.
تیره شپه يې د شپې دوه بجې له سیمې څخه ټول راغلي امریکايي او داخلي عسکر وایستل او د هلیکوبترې بدنه يې هم په شپه کې بګرام ته انتقال کړه.
سهار سیمې ته خلک ور غلل، په سیمه کې يې د هلیکوبترې د غورځيدو له ځایه څخه څو تصاویر واخیستل.
له هغو تصاویرو څخه چې لاندې ځای پرځای شوي څو خبرې ثابتیږي:
۱ ــ هلیکوبتره امریکايي دوه څرخه آپاچي هلیکوبتره وه چې د څو کورونو مخې ته په یوه ژوره کنده کې په خورا اوږده شکل رانسکوره شوی ده.
۲ ــ هلیکوبترې له غورځيدو سره سم لاسي اور اخیستی او ټوله په ایره بدله شوی ده چې علائم يې ښکاره دي.
۳ ــ د هلیکوبترې د سقوط له ځای سره په نیږدې فاصله کې هيڅ ونه (درخته) وجود نه لري چې ثابته کړي هلیکوبترې دې ټکر ورسره کړی وي.
۴ ــ د هلیکوبترې د بدنې د انتقال په مهال اوږده ځنډ هم ثابته کړه چې په هلیکوبتره کې سپاره کسان ټول وژل شوی او ټوټي يې په سختۍ سره له سیمې لرې کړل شوی.
پورته خبره د اسلامي امارت د ویاند او دسیمې د خلکو هغه خبره ثابتوي چې ویلي وو هلیکوبتره ویشتل شوې او رانسکوره شوې ده، ټوله سپرلۍ يې وژل شوي او څوک ترې ژوندي نه دي وتلي.
خو امریکایان او د هغوی کورنۍ غلامان هڅه کوي د اشغالګرو ځواکونو تلفات له امریکايي ولس څخه پټ وسالي ترڅو د ټرمپ پيل شوي جنګي ستراتيژۍ له ناکامۍ او خلل سره مخ نشي او د پخوانيو درنو امریکايي تلفاتو تکرار ونه بلل شي.
د امریکا اوسني جمهور رئيس ټرمپ په پخپلو انتخاباتي کمپاينونو کې د اوباما پخواني امریکايي حکومت په دې پړ باله چې د امریکا له خلکو څخه يې په افغانستان کې د وژل شوو عسکر د تلفاتو شمیر پټ ساتلی او خلکوته يې په دې اړه دروغ ويلي دي، کوم کارته چې نن پخپله ټرمپ هم د خپلو سرتمبه او ناپوهه نظامي جنرالانو لخوا اړ کړل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button