زیات لامبل وېښتان کمزوري کوي

څېړونکي وایي، زیات لامبل وېښتانو ته زیان رسوي.

د Helthdailynews د راپور له مخې د (یوتا) پوهنتون څېړونکو ثابته کړې چې له کچې زیات حمام کول د وېښتانو لپاره د ګټې پر ځای زیان رسوي.

د راپور له مخې، د جینیټیکي علومو دغه مرکز وایي چې زیات لامبل پر پوست د ځینو ګټورو باکتریاوو د له منځه وړو لامل کېږي. دغو څېړونکو پر دوو ډلو کسانو چې یوې یې په اونۍ کې درې ځله او بلې یې په اونۍ کې هره ورځ د خپل سر وېښتان مینځل څېړنه کړې ده. په پایله کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورځ یې لامبل وېښتان یې کمزوري او د ناروغیو پر وړاندې یې د بدن مقاومت هم کمزوری ښودل شوی دی.

دوی د دغه توپیر اصلي لامل او د بېلا بېلو شامپوګانو کارول ښودلي چې د پوست ګټورې باکتریاوې له منځه وړي او وېښتان ورسره کمزوري کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button