که له ځان سره حساب وکړو!!!

دیني لیکنې
لیکوال: صفي الله “رائد”

دنیا کور د امتحان ده، په بله اصطلاح د امتحان هال ده: چېرته چې امتحان اخیستل کېږي او چېرې چې دامتحان پارچې حل کېږي. هو! نړۍ دغسې یو ځای ده؛ بل څه نه ده!

که دنیا کې شل خوښۍ وي، تر شا شل غمونه هم لري او کله بیا همدا غمونه ترسلو هم ورواوړي.

هو! دلته بې ستړیاو راحت نشــته، بې ناخوالو خلوت نشــته، بې له درده قرار نشــته.
دلته هرڅه په تقدیر کېږي؛ خو تدبیر او حوصله غواړي، دښــو بیا شکرانه غواړي.

په یواځیتوب څه نه کېږي؛ یار غواړي، دلدار غواړي؛ بیابه یوڅه کېږي. څه به کوې، څه به خورې! ګني دلته هېڅ هم نه کېږي.

ژوندون تریخ ده؛ تانه به خواږه غواړي، ته به هڅه کوې؛ ځکه ژوند په خوږو جوړېږي. خراب په ښــو جوړېږي.

هو! له ښو به ښــه اخلې له بدو پند؛ بیا به مو ژوند سمېږي، هوساکېږي. خو!
مونږ نه خو سم یوـ نه هوساـ نه خپله پکار یو، نه بل سره همکار یو.
بس تل ویده یو او دغفلت خوبو ته مو کار ویلی، همدې ته مو روزګار ویلی. لکه د چرسیانو تشو هیلو پسې اخیستي یو او د یو ښه راتلونکي خوبونه وینو..

که له ځان سره حساب وکړو!!!

مونږ په صراط المستقیم څه چې ملا مستقیم کره هم نه یو روان. اې! مونږ چې نن پر کومه کږه لار روان یو دا سیده ترکستان ته تللې، نه افغانستان ته.

د یو سوکاله ژوند او ښه راتلونکي په هیــله، رائد.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button