ټرمپ:   ټیلرسن به پرخپله دنده رانه پاتي نشي

عزم ټکی اورګ (جمعه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۶ لمریز):       د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ نن د جمعي په ورځ څرګنده کړي چې کیدای شي د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ترهغه وړاندي له دندي لیري کړي ، چې موده یې پوره کیږي.

ټرمپ وویل ‎: زه د ده له کاره په دې وجه ډاډه نه یم چې د باندنیو چارو په وزارت کې زیاتره ماموران د ټیلرسن له هغه سیاسته خوښ نه دي چې دی یې پرمخ وړي.

له فاکس نیوز تلویزون سره په مرکه کې ټرمپ وویل :  زه یوازنی رئیس یم چې د امریکا بهرنۍ پالیسي مې په خپله ترتیب کړي ، همدا زه یم چې ډېر مهم او وړ شخص یم.

د دې پوښتني په ځواب کې چې که بیا هم ټیلرسن پرخپل حال پاتي شي ، بیا به څه وي ؟  ټرمپ وویل : ښه خبره ده ، وبه ګورو نه پوهیږم.

ولسمشر په نژدې راتلونکي کې پلان لري چې په یو 11 ورځني سفر آسیایي هیوادونو ته ووزي چې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به هم ورسره مل وي. سره له هغو اختلافاتو چې له میاشتو میاشتو راهیسي د دوی ترمنځ را ټوکیدلي دي.

د ټرمپ او ټیلرسن ترمنځ اختلافات تېره میاشت هغه مهال په ډاګه شول چې د ټیلرسن هغه خبره رسنیو را برسیره کړه چې ویلي وو : ډونالډ ټرمپ یو «احمق» سړی دی.  او زه فکر کوم چې د اوړې تر ختمیدلو وړاندي له خپلي دندي مستعفي شم.

خو د رسنیو له لوري د دې خبر تر افشاء کیدلو سمدستي وروسته ریکس ټیلرسن ، خپله کړي خبره رد کړه او وي ویل چې دی هیڅکله د منصب پریښودلو په فکر کې نه دی او له ټرمپ سره یې ستونزه نشته.

ډونالډ ټرمپ د خپلي مرکې په پای کې زیاته کړه ، چې له ښاغلي ټیلرسن سره یې اړیکي دوستانه دي ، خو هغه ډېر ضعیف شخص دی.

ویل کیږي چې د سپیني ماڼۍ او خارجه وزارت ترمنځ اختلافات پر یو لړ بهرنيو مسائلو هم راپورته شوي چې په هغو کې له شمالي کوریا سره د تاوتریخوالي زیاتوالی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button