اسلام اباد د افغانستان شارژدافیر احضار کړی

عزم ټکی اورګ(چهارشنبه ۱۳۹۶ لړم ۲۲)

د افغانستان له لوري پر پاکستاني فوځیانو د بریدونو له امله پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر احضار کړی.

د پاکستان د بهرنيو چاروز وزارت نن ورځ د افغانستان سفارت شارژدافير ته احتجاج کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ترهګر هلته پټنځایونه لري او د دوی پرخاوره له هغه لوري بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې دافغانستان له خاورې سخت دریځي وسلوال د دوی په فوځیانو بریدونه کوي او هلته استوګن دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د افغانستان شارژدافیر احضاروي چې د پاکستان له لوري پر افغانستان درې نیم سوه توغندي تیرو دوه ورځو کې توغول شوي وو او زیانونه یې هم درلودل.

د پاکستان د توغندیو په جواب کې د کونړ ولایت امنیه قومندان ویلي وو چې ځواکونه یې د پاکستان هیواد په خلاف د تیارسی په حالت کې دي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د باجوړ په سرحدي سیمه د دغه هیواد دفوځیانو پر پوستو برید کړی وو او دوه فوځیان یې وژلي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button