د “حکمتیار صېب” او “عطانور” یو پر بل لفظي شخړې د بمونو تر بریده

عزم ټکی اورګ

لیکنه: تراب افغان

له کوم وخته چې “حکمتیار صېب” د سولې ترنامه لاندې له ګډې ادارې سره یوځای شوی؛ په اداره کې د ننه بعضې ګوندونه او اشخاص ورسره په ټکر کې کښیوتي؛ خو تر ټولو په ژور او ښکاره ټکر کې ورسره د بلخ قابض والي “عطانور” دی؛ چې حتې پر عمومي غونډو او مجالسو کې یې پر “حکمتیار صېب” لفظي نیوکې کړې دي؛ د یادونې وړ ده چې کله په سمنګان کې د ژغورنې د ایتلاف تر عنوان لاندې غونډه رابلل شوې وه؛ په یاده غونډه کې د “عطانور” د خبرو ټول تمرکز پر “حکمتیار صېب” نیوکې وو.

“عطانور” “حکمتیار صېب” د کابل قصاب ونوماوو، او ډېر له طعنې ډک پر پیغوریزه لهجه یې وویل چې “حکمتیار صېب” د خپلې تسلېمۍ لپاره خپلې دوه لوڼه امریکایي سفارت ته استولې وې؛ او بیا یې داسې قسم کړی وو که په افغانستان کې یو امریکایي هم شتون ولري دی به کابل ته لاړ نشي او حال دا چې نور امریکایان هم راروان دی خو “حکمتیار صېب” پرې ګونګ او چوپه خوله دی.

او “حکمتیار صېب” یې دداعش متحد وباله او داسې نورې ډې نیوکې یې په نورو ډېرو مجالسو کې پرې کړې دي.

بل طرف ته د “حکمتیار” خواخوږي او پلویان هم کرار لاس تر زنې ناست ندي؛ لمړی “حکمتیار صېب” “عطانور” د امریکایانو یو بې ارزښته غلام وبالۀ او د “حکمتیار صېب” وفادار قومندان “زرداد فریادي” بیا ګواښ وکړ که حکومت اجازه راکړي او “حکمتیار صېب” امر راته اوکړي کولای شم چې “عطانور” تر کولاب وزغلوم چې بیا به په افغانستان کې د پښو د کېښودلو جرأت هم ونکړي.

او د “حکمتیار” د ګوند یو بل قومندان “میرویس” په بغلا ن کې “عطانور” ته ګواښ وکړ چې زور او بدمعاشي دې نه کوي ګنې د کابل او مزار لاره به پرې بنده کړم.

داسې معلومېږي چې د “حکمتیار” او “عطانور” تر منځ د قدرت او نفوذ حاصلولو پر سر لفظي شخړه پر فزيکي شخړې اوښتې ده او حتې د بمونو او یو پر بل د انفجاري حملو تر حده رسېدلې ده.

تېره ورځ چې په کابل کې د قصر نوین هوټل مخې ته د عطانور پر پلویانو بمي برید وشو او پړه یې داعش پر غاړه واخسته د ډېرو کتونکو او مبصرینو په آند او دعطانور د ادعاء په اساس چې حکمتیار دداعش متحد او داعش د پردې تر شا د حکمتیار نظامي قوه ده.

نو ډېری کتونکي او د نظر خاوندان پر دې آند دي چې ممکن د “عطانور” پر پلویانو دا برید د “حکمتیار صېب” پر اشاره او لمسون شوی وي او “عطانور” به هم پر خپلو پلویانو دا برید نیغ په نیغه له “حکمتیار صېب” څخه انګېري؛ او ورځ تر بلې ورځې به یې پر وړاندې د انتقام او غچ اخستنې روحیه پیاوړې کېږي او د ورته متقابل اقدام په تالاش کې به یې او ډېری ناخبره ځوانان به مو ددې دواړو د هوا او هوس او دقدرت د حصول په دې بې مفهومه جګړه لکه د اور د خاشاکو په څېر لولپه کېږي.

یاربه ځوانانو ته مو پوهه، تعقل ورکړې او د خپل دروند مسئولیت احساس ور وپېژني تر څو د یوبل په پلوۍ او مخالفت کې ددوی د ناوړه هوسونو قرباني نشي؛ او دا د اقتدار له مجنونانو مو نور دا مظلوم ملت وژغورئ.

د ازاد، سرلوړي او په شرعي نظام اباد د یو خپلواک افغانستان په هیله

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button