طالبه غږ مې اورې!

(د نرخ د یوې مور غږ)

لیکوال: طارق بدر

 

زوی مې تر ځان راباندې ګران و، پلار يې له تاسې سره په یوه صف کې ولاړ و، په ځوانه ځوانۍ يې له نرخه لرې د سید اباد په تنګي کې خپل وجود د بې پېلوټه په بمو کې لولپه کړ، زما ټوله تکیه پخپل زوی وه، چې خاوند مې شهید شو، زوی مې درې کلن ترې پاتې شو، اوس دوولس کلن و، د پلار يې ارمان و چې د هغه په لاره به ځي، زما يې د پلار د موټر سایکل له غږ سره زړه تړلی و، ارمان مې و، چې زوی مې ځوان شي، لوی شي، چانټه تر سینې تاو کړې او په خړ ماښام کې سپېره د کور په دروازه کې د موټر سایکل هارن ووهي!

 

خو…

 

طالبه غږ مې اورې!

 

د زوی غټې سترګې مې نن وازې پاتې وې، د سر ورېښمین ويښتان يې نه و، نیمه کوپړۍ يې د مدرسې په دېوال پورې شیندلې ذره ذره نښتې وه!

 

طالبه غږ مې اورې!

 

دا د یوې مور د زړه خبرې دي، دغې مور خپل زوی تر خپل ارمان پوره کېدو مخکې داسې ولید چې نیم سر يې نشته، ما به يې د سر لپاره تېل هم د چرګو د خرڅو شویو هګیو په پیسو اخیستل، تېره جمعه کورته راغلی و، نوي کالي يې اغوستي و، ورته خوشاله هم شوم، خو خپه هم شوم، چې زوی مې ولې بل ته اړ شي، زړه نا زړه مې ترې وپوښتل، کیسه يې راته وکړه، چې کوم حاجي صاحب د دوی مدرسې ته څو جوړه جامې ور وړې وې، کوچنیو حافظانو ته يې ټولو ته ورکړې وې!

 

ماته يې خوند را نه کړ، چې د شنبې په ورځ روانېده، پخپل لاس ګنډلې جامې مې ور واغوستې، خندل يې وايي بخۍ دې غلتې سره ورکړې، ماویل زویه دې بخیو ته مه ګوره، په بخیو کې د ننه د مور زړه وګوره!

 

طالبه غږ مې اورې!

 

هغه چې تر دروازې وت، لکه قبر ته چې روان و، پسې ور منډه مې کړه، ماویل د شا لمن دې نه ده سمه، دروغ مې ورته ویل، بیا مې غېږ کې ونیو، په مخ مې ښکل کړ، لکه پوهېدم چې بیا نه راځي، لاړ، پسې لاړ، بیا مې يې غږ وانه ورېد!

 

طالبه غږ مې اورې!

 

زه يې په تمه وم، چې بیا به پنجشنبه راځي، طالبه! د پنجشنبې مازیګر تر ټولو مازیګریو ښایسته و، دغه مازیګر به خوږ ماښام رارساوه، او ماښام به زما د کور، غلې خاموشي ماته کړه، دروازه به مې خلاصه پرېيښې وه، لاسي به خونې ته ننوتې وم، چې د ده غږ واورم، دورازه به يې په ګړز را خلاص کړه: ادې!!!!

 

دې خوږ غږ به ماته غرور راکړ، د کلا ټولو دیوالو به راته وخندل، د ده خوږ غږ به په کلا کې را وګرځيد، پښې لوڅې به مې ور منډه کړه…

 

طالبه غږ مې اورې!

 

نن پنجشنبه وه، مازیګر شو، ماښام شو، خو تا زما درد حس کړ؟؟؟

 

ته پوهېږې، زه تر دې مازیګره څنګه په لېوني ماښام ژوندۍ ننوتم؟؟

 

زما د کلا دېوالونو څه پټې سلګۍ وکړې؟؟؟

 

زما د خوږ طالب جان غږ نه و، زما زړه له کوګله الوت، زما ماښام چوپې چوپتیا په خوني منګولو کې نیولی و!

 

اوس به زه چاته په تمه شم؟ اوس به مې ماښام څوک ښایسته کړي؟ اوس به د ادې!!!! لېونۍ چیغه څوک راپسې کوي؟؟؟ زه به مې اخرت کې خاوند ته څه وایم؟؟؟

 

نو

 

طالبه غږ مې اورې!

 

ته مې غږ واوره! زه صرف تا نه یوه غوښتنه کوم، تاته زما په څېر د سلګونو میندو کونډو بورو سترګې دي، ته د چا په دې چټياتو مه خطا کېږه چې بهرنی او داخلي عسکر توپیر سره لري؟

 

طالبه!

 

زما د زوی کوپړۍ چې يې الوزوله، بهرني او داخلي مانا نه لرله، تر بهرني داخلي زور واهه چې خپل بادار ته اخلاص وښايي او زما د زوی  ورېښم ويښتان د ټوپک په ډز د تورې شپې په زړه کې سره  باد باد کړي!

 

طالبه زما کوکې اورې!

 

پر ما رحم وکړه!

 

زما غچ واخله!

 

زما ارمان واوره!

 

د کافر او د ملګري فرق يې مه کوه!

 

طالبه غږ مې اورې!!!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button