آیا ټرمپ لیونی دی که د لیوني رول ورکړل شوی؟

قاري حبیب

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې کله چې ډونالډ ټرامپ په لومړي ځل په امریکا کې د ولسمشرۍ د نوماند  په حیث د عامه انظارو مخې ته راغی ورسره د نوموړي د لیونیو او بې سنجشه اظهاراتو او خبرو سلسله هم پیل شوه.

ټرمپ لومړی د خپلې دې خبرې له امله مشهور شو چې پلویانو یې  په یوه سروې کې وویل چې دوی د پخواني ولسمشر ابراهام لینکن لخوا په امریکا کې د تورپوستو د غلامۍ له لغو کولو سره مخالفت لري. ټرمپ وروسته وویل چې له جنوبي ګاونډي هیواد مکسیکو سره به په سرحد دیوال ووهي او که اړتیا شي  په سوریه کې به په داعش اټومي بم وغورځوي.

په دې ډول ټرمپ چې له دې وړاندې په امریکایي رسنیز او اقتصادي محیط کې د یوه زیرک پانګوال او په خبره پوه نطاق په حیث مشهور و ناڅاپه د لیونتوب ماسک واغوست او په اپلتو یې پیل وکړ. د ټرمپ ناڅاپي لیوني کیدل، ولسمشرۍ ته کاندیدل او بیا په نا اټکله توګه په خپلو سیالانو برلاسي کیدل داسې ښیي چې دا ټول څه د امریکایي ټینک ټانک مرکزونو د یوې ژورې طرحې په پایله کې راپیښ شوي تر څو په راتلونکې کې یو داسې څوک د امریکا په ولسمشرۍ راولي چې یوازې د رعب ، لیونتوب او بي باکۍ له ډاره یې د امریکا نړیوال عزائم پوره او دښمنان پرته له جنګ او وسلو کارولو مرعوب کړي.

ټرمپ له خپلو لیونیو اظهاراتو، ګډوډو خبرو ، ښکنځلو او اپلتو سره بالاخره په درون حزبي او د ولسمشرۍ  په نهایي ټاکنو کې بریالی او د سپینې ماڼۍ واک یې ترلاسه کړ.د ټرمپ په ولسمشرۍ نږدې کال اوړي خو لا هم هغه د امریکا د ولسمشر په توګه خپل لیونتوب ته دوام ورکوي. ټرمپ په ټویټر کې کټ مټ د یوه ضدي ماشوم په شان چلند کوي. په هر خبره باد اخلي، هر چا ته عکس العمل ښيي، له رسنیو سره جنجالونه، ایران او شمالي کوریا ته خښمیدل او د ټاکنو په مهال په خپلې سیالي هیلري کلنټن داسې لفظي بریدونه کوي چې د نړیوال ديپلوماتيک عرف او سیاسي آدابو سره په هیڅ ډول سمون نلري.

سږ کال د ملل متحد په نړیواله اسامبله کې ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي مجلس له سټیج څخه یوه داسې وینا وړاندې کړه چې حتی د امریکا ډیرو ديپلوماتانو هم ورباندې د شرم احساس وکړ. ټرمپ وویل چې شمالي کوریا به د نړۍ له نقشې حذف او په یو مخیز ډول نابوده کړي ایران ته یې هم ورته ګواښونه وکړل او خپل حماقت یې تر پخوا په لوړ کیفیت سره د نړۍ نندارې ته کيښود.

د ټرمپ لیونتوب او لیونۍ خبرې په خپل ځای، خو پوښتنه داده چې آیا ټرمپ واقعا لیونی دی؟ آیا د امریکا ټاکنیز معیارونه دومره لویدلي چې یو لیونی هم کولای شي د دموکراسۍ له برکته د سپینې ماڼۍ واک خپل کړي؟ آیا د امریکا ستراتيژیک بنسټونه او په اصطلاح سټبلیشمنټ ددې اجازه ورکوي چې د نړۍ تر ټولو د ستر اټومي طاقت او مجهز پوځ واک د یوه لیوني په ګورت ورکړي؟؟

دغه سوالیو ته که ژور نظر وکړو نو ځواب منفي راوځي. نه هیڅکله نه، دا اصلا امکان نلري. ځکه لیوني ته په هره ټولنه کې غیرمکلف ویل کیږي او ډیر ادنی مسؤلیتونه هم نه ورپه غاړه کیږي. نو چې داسې ده د ټرمپ د معما حل څه دی؟؟

خبره دا ده چې د معاصر سیاسي فرهنګ په قاموس کې د هر ولسواک او ناولسواک هیواد لپاره تر ټولو ستر ارزښت د هیواد ملي ګټې ساتل او د هغو د پياوړتیا او پاللو په لاره کې اقدامات دي. د ملي ګټو د پاللو په لاره کې هیوادونه هر ډول اقداماتو ته جواز ورکوي او ترسره کوي یې. ملي ګټې کله د جنګ په توسط ښې پالل کیږي او کله هم د سولې او نورمال اړیکو په توسط. د غرب د معاصر سیاسي مفکر چرچیل خبره په دې برخه کې د کاڼي کرښه بلل کیږي چې وایي موږ نه همیشني دوستان لرو او نه همیشني دښمنان، بلکې یوازې همیشنۍ ملي ګټې لرو.

د روانۍ پيړۍ د لومړۍ لسیزې ځینو جریاناتو په نړیوالو سطحه د امریکا هغه اعتبار او حیثیت ته زیان ورساوه چې څو کاله پخوا یي درلود، د افغانستان په جنګ کې ناکامي او عراق کې تلفات او تیښته، دغه راز د چین او روسیې بیا راپورته کیدلو د امریکا یکه تاز نړیوال حیثیت زیانمن کړ. په نورو الفاظو اوس د نړۍ هیوادونه له امریکا دومره نه ویریږي لکه د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې چې ترې ویریدل. امریکا چې په افغانستان او عراق کې د جنګ او زورآزمایي تجربې یې هم ناکامې ختلې پوځي اقدامات او یرغلونه هم ورته ناچله انتخابونه ښکاري.

د دې لپاره چې امریکا لا هم نړۍ په خاص ډول کمزوري هیوادونه تر خپل پوځي رعب او ارهاب لاندې وساتي، د امریکا ستراتيژیک مغز پلان جوړ کړ چې د امریکا واک یو داسې تن ته په لاس ورکړي چې دنیا یې د عادي کس په حیث نه بلکې د لیوني په صفت وپیژني او پرته له مقاومته یې غوښتنو ته غاړه کیږدي.

عام عرف دا دی چې خلک له لیوني انسان څخه د رحم، تعاطف، تنزل او ښه تعامل هیله نلري. که لیونی انسان ټوپک په لاس کې ولري نو خلک یې پرته له څه ویلو هره غوښتنه مني، اما که ټوپک د عاقل انسان په لاس کې وي نو خلک بیا کوښښ کوي په خبره ځان ورسره پوه کړي او قناعت ورکړي.

له همدې امله خو امریکایي سټبلیشمنټ د ټرمپ لپاره د لیونتوب نقش انتخاب کړ، تر څو یي دغه زیرک او قوال انسان د سپینۍ ماڼۍ د واکمن په حیث ولوبوي. امریکایي رسنیو ټول کوښښ وکړ چې له ټاکل کیدو وړاندې نوموړی د لیوني په حیث دنیا ته معرفي کړي. رسنیوهمیشه د نوموړي د معقولو خبرو په ځای نامعقولو خبرو ته هوا ورکوله، ترڅو یې لیونتوب دخلګو په زړه کې ځای ونیسي. ټرمپ اوس هم د امریکا د ولسمشر په حیث خپل لیونتوب ته دوام ورکوي خو دغه لیونتوب یو مصنوعي لیونتوب دی، ټرمپ په حقیقت کې لیونی نه دی او نه دومره احمق چې داسې غیرمتعارف اظهارات او اقدامات وکړي، نوموړي د امریکا دنړیوالې ستراتيژۍ د تطبیق په سریال کې د لیوني رول ورکړل شوی دی.

دا چې ټرمپ لیونی نه دی، بلکې قصدا د لیوني چمونه کوي او  دا هر څه د یوه دقیق امریکایي پلان له مخې کیږي یو ثبوت یې هغه افشاء شوی معلومات دي چې وایي د امریکا ۹۶ کلن ستراتيژیست او وتلی سیاسي مفکر هنری کیسنجر له ټرمپ سره همیشنۍ لیدنې لري او هغه ته د نړیوال سیاست دښه لوبولو په برخه کې لارښوونې کوي.

په اصل کې که تاریخ وګورو د امریکا ټول سیاست همداسې عیار شوی دی، د امریکا سیاست چې له جمهوريپال او دموکرات ګوندونو څخه تشکیل دی، دموکراتان یې سوله خوښی او پرانیستی سیاست پلی کوي، له جنګ او ترینګلتیا بده وړي اما جمهوریپال د بوش او ټرمپ په څیر د جنګ نغارې ډنګوي، په حقیقت کې په دغه سوړ او تود چلند، یا عاقلانه او احمقانه پالیسیو کې د امریکا ګټې ملحوظې وي او د امریکا د نړیوالو ګټو په مقصد دغسې پالیسۍ غوره کیږي.

وروستۍ خبره دا چې له ټرمپ سره باید د لیوني په شان چلند ونه شي او نه یې هم له ګواښونو او اپلتو ویره وشي، نوموړی د یوه ژور پلان له مخې دغه نقش لوبوي. نوموړی باید دامریکا د یوه نورمال جمهور رئیس په شان وپیژندل شي او له هماغې زاویې ورسره داسې تعامل وشي چې د لیونتوب له اکټونو یې اغیزمن نه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button