لښکرګاه موټربم: د ځواکونو تلفات ۶۳ ته لوړ شول

(عزم:سې شنبه، ۲۸، لیندۍ، ۱۳۹۶)د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د نظم عامه ځواکونو په کاروان د موټربم برید تلفاتو شمیره وختله.

لښکرګاه څخه ترلاسه شوی خبر وایي، هغه سرتیری موټربم برید چې پرون ماښام شاوخوا ۶ بجې د لښکرګاه ښار د درېیمي حوزې د محمودخان چوک سیمه کې د نظم عامه ځواکونو په کاروان شوی وه درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

پرون په پیل کې حګومتي اړخ ددې برید له کبله د لسګونو ملکیانو زخمي کیدل اعلان کړل، خو طالبانو ویل چې د برید سیمه کې د ملکیانو شتون ځکه ناممکن وه چې د نظم عامه پوځي کاروان له خپل اړوند تیلو پمپ څخه تیل ډکول او هیچا ته د ور نزدې کیدو اجازه نه وي.

وروستي معلومات ښیي چې پدې د فیلډربم برید کې ۲۶تنه عسکر او پولیس تلف شوي او ۳۷ تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو د مرګ ژوبلې د پورتنۍ شمیرې د پخلي ترڅنګ زیاته کړې چې دا برید ددوی یوه سرتیري روزي محمد د فیلډر موټربم په مټ ترسره کړی او ۵ شوبلې ۳ رینجر او یو لکسس موټر یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.

افغانستان لپاره د امریکا نوې پالیسۍ اعلانولو راهیسې هیواد کې د جنګ د دواړو لوریو له طرفه د مقابل لوری د زیاتې وژنې اعلانونه او رابورونه خپریږی، خو په وروستیو اونیو کې هلمند کې دا ترټولو غښتلی سرتیری برید بللی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button