شمال کې د زور او ځواک جزیرې

لیکوال: نظرمحمد مطمئن

عزم (یکشنبه ۱۳۹۶ مرغومی ۳)

د سرو لښکرو سره د جهاد پر مهال چې کله د جمعیت اسلامي ګوند کې د نظار شورا جوړه شوه، احمد شاه مسعود د استاد رباني په ملاتړ سره د جمعیت اسلامي ټول قوي او مهم قومندانان اړ کړل چې هغه ( مسعود) د مشر قومندان په صفت ومني، او له دي امله د بدخشان ځینې قومندانان چې استاد برهان الدین رباني ته ډیر نږدې وو، هغوی پېښور ته ولاړل، له استاد رباني یې وغوښتل چې د دوی جبهات مستقل پريږدي، وسلې او مهامات د شورای نظار د لاري ورنه کړي، مګر استاد رباني ونه منله، همهغه و چې بیا د بدخشان ځینې قومندانان چې د احمد شاه مسعود مستقیمه قومانده یې نه منله، د خپل منځې جګړو له امله ووژل شول.
په هرات کې تورن اسماعیل خان داسي څوک وو،‌چې د روسانو سره د جهاد او بیا طالبانو سره د جګړې په وخت کې یې هم د احمدشاه مسعود مستقیمه قومانده ونه منله، ولي د طالبانو سره د وروستیو جګړو پر مهال یې همږغي او مرسته له یو بل سره درلودله.
استادعطا محمد نور هغه سړی دی چې د شورا نظار مستقیمه قومانده یې د روسانو سره د جهاد پر مهال ونه منله، او کله یې هم د استاد رباني او احمدشاه مسعود دا غوښتنه ونه منله چې د شورای نظار له ادرسه هغه ته وسلې او مهمات ورسیږي.
د طالبانو سره د جګړې پر مهال هم چې کله استاد رباني او ډله یې له کابل څخه شمال ته ولاړل،‌هغه د خپل ګرځنده حکومت مرکز مزار شریف اعلان کړ، هغه وخت هم په شمال کې استاد عطا نور د جمعیت اسلامي له مهمو او قوي قومندانانو ګڼل کیدی، او ځان یې د ګوند له مهمو قومندانانو ګاڼه، هغه بیا هم د مسعود اوامرو ته په مستقیم ډول غاړه نه ښودله.
کله چې د سي آی اې کسان پنجشیر ته راغلل، د مارشال فهیم سره یې د طالبانو را پرځولو لپاره مرستې کولې، لږ وروسته د سي آی اې یوه بله ډله کسان د دوستم سره ملګري شول چې د طالبانو پرځولو لپاره یې ورسره مستقیمې مرستي کولي.
هغه وخت بیا هم عطا محمد نور په شمال کې د دوستم سره سیالي کوله، او ویې نه غوښتل چې د دوستم او یا مارشال فهیم تر مستقیمې قوماندې لاندي د امریکا په مالي‌او نظامي مرستې سره د طالبانو د پرځولو او له منځه وړلو لپاره جګړه وکړي. او د دوی ( مارشال فهیم او یا دوستم) له ادرسه له سي آی اې څخه مرستې ( نظامي تجهیزات او پیسې) ترلاسه کړي.
مارشال فهیم ته د سي آی اې کسانو شکایت وکړ چې عطا محمد نور د دوستم سره په سېمه کې سیالي پېل کړي، او د طالبانو په وړاندي یې د هغه د پرمختګ مخه ډب کړي، ویل کیږي چې مارشال فهیم دوه ځله له استاد عطا محمد نور څځه وغوښتل چې هر ډول نظامي تجهیزاتو او یا پیسو ته که اړتیا وي،‌دوی به امریکایانو ته ووایې، مګر استاد عطا محمد نور ونه منله.
د سي آی اې کارکوونکي مجبوره شول چې هغه وخت ( اکټوبر ۲۰۰۱) له عطامحمد نور سره معامله وکړي،‌امریکایانو دوستم راضي کړ چې د دوی لخوا ورکیدونکې مرستې له عطا محمد نور سره نیمایې کړي، له هغه وروسته کومې مرستې چې د دوستم سره باید شوې وای، هغه به ۵۰ سلنه عطا محمد نور ته ورکول کیدلې، ولي بیا هم په شمال کې د دوستم او عطا نور ځواکونو په بېل ډول خو د سي آی اې تر همږغي لاندي‌ له طالبانو سره جګړې کولي او د سي آی اې مرستې چې د دوستم په نوم به په یو ځایې ډول سره راتلي، په سېمه کې د سي آی اې د کارکونکو له خوا به هر یوه ته بېلې او بیا به په ځانګړي ډول ورکول کیدلې.
یوه خبره جوته ده چې هغه وخت ( اکټوبر ۲۰۰۱) هم عطا محمد نور ځان د مارشال فهیم او یا پنجشیر د نورو مشهورو څیرو تر لاس لاندي نه ګاڼه، بلکې د جمعیت اسلامي ‌د ګوند له ادرسه یې په شمال کې د یو مهم او قوي قومندان په سترګه ځان ته کتل.
اوس چې عطامحمد نور په ډاکټر عبدالله توندې لفظې نیوکې کړي، نوي خبره نه ده،‌له پخوا هم عطا محمد نور ځان د پنجشیر د نورو مهمو څیرو سره سیال باله.
د مخکینې ولسمشر کرزي پر مهال هم عطا محمد نور په شمال کې د خپل زور او ځواک ځانګړې جزیره درلودله، وتوانیدی چې شمال کې د جنرال دوستم او استاد محقق د زور او ځواک جزیرې کمزورې کړي.
عطا محمد نور د ډاکتر غني د حکومت پر مهال هم خپل زور او ځواک ښودنه هر وخت کړي، فکر کوي چې په ګډ حکومت کې د اجرایه مشر ډاکټر عبدالله معادل او سیال شخص دی.
داسي ښکاري چې عطا نور اوسمهال د روسیې او ایران ملاتړ له ځان سره لري، ویل کیږي چې فعلا عطاء نور او دوستم د روسیې، ترکیې او ایران په غوښتنه او ملاتړ په سېمه کې د امریکا د ځینو مهمو اهدافو او وسلوالو پروژو په مخ کې خنډ دي.

د هیواد په دي بحراني‌حالت کې دغه ډول ګډوډي د هیڅ افغان او هیڅ لوري په ګټه نه ده،‌ توقع ده چې ګډ حکومت لومړی په کور د ننه له خپلو سیاسي‌ او فکري مخالفینو سره جوړ جاړی وکړي، هیواد ته د نورو بهرنیو پوځیانو د را غوښتلو پر ځای د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالویش غوښتنه وکړي،‌ تر څو په هیواد کې اور بند او له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته دروازه پرانیستل شي.
نظرمحمد مطمئن
۲۴ ډسمبر ۲۰۱۷

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button