په بګرام زندان کې زندانيانو د نه خوړلو اعتصاب کړی

عزم ( چهارشنبه ۱۳۹۶ مرغومی ۶)

په بګرام کې په لسګونو تنو سپين ږيرو زندانيانو د نه خوړلو اعتصاب کړی، ويل کېږي چې په اعتصاب کوونکو کې د اکثرو د بند موده پای ته رسېدلي خو بيا هم په زندان کې ساتل کېږي.

له زندان څخه يو تن د نوم نه ښودلو په شرط #عزم_ټکی_اورګ ته د ميسج له لارې وويل چې نن دويمه ورځ ده چې تر ۷۰ پوري هغو زندانيانو چې د پاخه عمر څيښتنان يا په اصطلاح سپين ږيري دي د نه خوړلو په اعتصاب يې لاس پوري کړی، او اکثريت اعتصاب کوونکي زندانيان ناروغان هم دي او زياته کړه چې د اکثرو زندانيانو د بند موده پوره سوي او نه ازاديږي لا هم په بند کې ساتل کېږي،

همداراز نوموړي وويل چې زندانيان غوښتنه کوي چې يا مو دي خوشي کړي او يا مو دي پلچرخي زندان ته انتقال کړي تر څو هلته د خپلې ناروغۍ تداوې وکړو اعتصاب کوونکي وايې تر هغو به اعتصاب ته دوام ورکړو تر څو مو چې غوښتنې نه وي منل سوي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button