کندهار:د بولدک د سیمئیزې شوری غړی وژل شوی

عزم (سه شنبه ۱۳۹۶ مرغومی ۱۲)

نن ماسپښین مهال د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په نوي کلي کې د بولدک د سیمئیزې شوری غړی نصرالله د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی.

نصرالله چې ویل کیږي د بولدک د سیمئیزې شوری غړی وو پرې د کندرهار د امنیه قومندان جنرال رازق د خصوصي کسانو تور لګیدلو.

ویل کیږي چې نصرالله په سیمه کې د کندهار د امنیه قومندان لپاره په استخباراتي معلوماتو راټولولو کې کار کولو.

نصرالله نامعلومه وسلوالو موټرسایکل سپرو له لوري په نښه شوی چې تر اوسه یې کومې وسلوالې ډلې د وژلو مسئولیت نده منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button