حکمتیار: د ارګ او بلخ لانجمنه موضوع مونږ پورې اړه نلري

عزم ( پنج شنبه ۱۳۹۶ مرغومی ۱۴)

ګلبدین حکمتیار نن ورځ د وینا پر مهال د امرالله صالح د خبرو په جواب کې و ویل چې د ارګ او بلخ لانجمنه موضوع دوی پورې هیڅ اړه نلري.

نوموړي و ویل د نور او ارګ تر منځ کشمکش کې دوی مداخله نلري او دا د ملي یو والي حکومت او نور خپلمنځي موضوع ده خو د افسوس وړ ده چې دوی د داسې موضوع شاهدان دي.

حکمتیار وروسته له هغه د یادې موضوع په اړه له خپل لوري وضاحت ورکړلو چې څو ورځې وړاندې د امنیت ملي پخواني رئیس امرالله صالح ویلي وو د حکمتیار او ارګ تر منځ د سولې په شرائطو کې یو شرط د نور ګوښه کول وو او اوس یو ځل بیا د اتمر، حکمتیار او غني تر منځ له مجلس وروسته د عطا نور د استعفی د منلو اعلان شوی.

حکمتیار وړاندې و ویل مونږ د مسلح رقابت پر ځای سیاسي رقابت غواړو، ټولو لوريو ته د تفاهم دعوت ورکوو، د وروری لاس ور اوږدوو، د نظام د سقوط اجازه چاته نه ورکوو او په تاسف سره باید و وایو چې ځینې اشخاص د قدرت نه په استفادې تعصب ته لمن وهي.

حکمتیار د الیکترونیکي تذکرو په اړه و ویل چې باید توزیع یې شروع شي هسې نه چې د تذکرو ځنډ د انتخاباتو د وروستوالي سبب شي همدارنګه تذکرو کې هم افغان او هم د هر قوم نوم باید ولیکل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button