د قبضيت له منځه وړو تر ټولو آسانه لار

قبضيت د روغتيايي حالت يو معمولي اختلال دی چې له کبله يې غایطه مواد په کولمو کې سم حرکت نه شي کولای، نو ډېره موده هلته پاتې کېږي او د ناروغ انسان د ځورونې لامل ګرځي. د قبضيت نښې دا دي:

–          د غايطه موادو کلکوالی؛

–          په تشناب کې ډېر زور وهل؛

–          د غايطه موادو نه وتل يا داسې احساس چې کولمې کاملا تشې شوې نه دي.

د قبضيت ستونزه ډېرو خلکو کې ليدل کېږي او لاملونه يې هم ډېر دي. د مثال په توګه، د فايبر لرونکو خوړو لږ خوړل (تقريبا ټولې سبزۍ او مېوې فايبر لري)، د مايعاتو لږ څښل، کافي ورزش نه کول، د ځينو دواګانو خوړل، حامله توب، د کولمو خرابولی چې دغه صورت کې له ډاکټر سره کتل اړين دي او د انسان د بدن داخلي ستونزې هم د قبضيت لامل کېدای شي.

ډاکټران د قبضيت د مخنيوي ډېرې لارې چارې ښيي خو دوه لارښوونې ډېرې اړينې دي. مايعات د انسان په بدن کې ډېر مهم رول لوبوي. د انسان بدن هم، د هغې ځمکې په څېر چې اوبه لري. د مايعاتو او اوبو لرلو پر مهال بدن فعال او ژوندی وي. د انسان بدن کې د اوبو شتون د قبضيت مخه نيسي. کله چې انسان پر قبضيت اخته وي، بيا هم کولای شي ډېرې اوبه وڅښي. اوبه پر معدې او کولمو فشار راوړي چې کولمې پر تشولو مجبوروي.

دغه راز ورزش د انسان په بدن کې ډېر مهم تاثير لري. هغه بدن چې ورزش کوي، د قبضيت په ګډون به له ډېرو نورو ستونزو خلاص وي. د سخت قبض پر مهال هم کولای شي ډېر مزل وکړئ. د دې پايله کې به مو کولمې تشېدو ته مجبورېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button