د وریښمو لارې د جوړیدو پر سر به له چین سره خبرې پیل شي

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایې، په نږدې ورځوکې به له چین سره د وریښمو لارې د جوړیدو پرسرخبرې پیل کړي.

د دغه وزارت تخنیکي مرستیال نورګل منګل نن خبریالانو ته وویل، د دې لارې فني کار به هېواد ته د چینایې هییت په راتلو سره پیل شي.

په ځانګړې توګه هغه لارې چې پخوا د وریښمو لارپه نوم یادیده، موږهڅه کوو چې بیرته د هېواد ترانزیتي مواصلاتي او تجارتي لارې جوړي کړو.

ښاغلی منګل وایې، د دې لارې 44 کیلومتره مسیر د اسیایې پراختیایې بانک په مرسته جوړشوی او 108 کیلومتره نوره لاره به هم ددغه بانک په مرسته جوړه شي.

چارواکې وایې چې د وریښمو پاتې لاربه د چین په مرسته جوړه شي.

نصیراحمد حقمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button