سوله که پر سوله ملنډې ..؟!!

 

صفي الله “رائد”
له کلونو راهیسې د افغانانو ژوند په داسې حال کې تیرېږي چې له وهلو، ډبولو او د یو لوی فقر سربېره له وژنو پرته یې پکې بل هېڅ نه دي لیدلي.
خو د بمونو او وحشتونو سوداګرو بیا د سولې په نوم په نېږدې هر وخت کې بېرته په ريښتینې سولې ملنډې وهلي.

نېږدې هره ورځ د سولې پر خبرو اترو او پراعلان جوړونې بوخت مګر! دپردې تر شا یې بیا بل څه روان کړي وي.

دوی د سولې تر چتر لاندې د خپلو نویو شومو اهدافو په پلې کولو بوخت دي؛(چې څنګه وکولی شي تر څو د طالب له نوم نه په استفادې بمباریو ته زور او په سیمه کې وحشت پسې وحشت خپور کړي، دعامو خلکو جنازي بمبار کړي، ودونه او دُدونه یې په نښــه کړي.
چې دا دګړنګ پرغاړه، کړېدلی، زورېدلی، بې وسه او بې کسه ولس لا پسې ګړنګ ته ورټېل وهي، چې پای کې یې د تل لپاره د یو محتاج او د بل غلام وګرځوي.

هو! دننۍ سولې همدا پروسه ده او همدایې ستر هدف دی. دوی دهمدې لپاره ګمارل شوي او همدا یې ستره موخه او ارمان دی.

د اسلامي امارت مشرتابه یاده سوله څېړلې؛ ځکه خو یې په وینا: د خپل وخت دضایع کولو پرته یې بل څه نه بولي.

دتېر په څېر یو وار بیا په رسنیو کې داسې خبرونه ورکړل شول
چې “د ترکیې ناسته چې تیره ورځ د طالبانو د استازو، د حزب اسلامي چارواکو او افغان حکومت په ګډون پیل شوې نن به هم روانه وي.

خو کله چې د طلوع نیوز خبریال په ترکیه کې د طالب په نوم غړي ملا عبدالروف وغږاوه، په ټولنیزو رسنیو کې یې دخلکو غبرګونونه راوپارول.

نو حزب اسلامي او حکومت چې دعام ولس په سترګو کې یې خاورې شیندلې وې، په یاده ناسته کې له خپلو استازو انکار وکړ، خو اوبه له ورخه تېرې وې. ځکه دملا روف په خبره: “چې ذبیح الله مجاهد او نور څوک او نور څوک مه شوروئ..” نړیوال نور نو سم پوه کړل، چې کیسه اصل څه او چېرې ده.

ګډ حکومت تل د رښتینې سولې پر ځای دا رنګ تبلیغاتي هڅې کړي او هر ځلې یې سولې ته د: لارې هوارولو په نوم رښتینې سولې ته خنډونه جوړ کړی، چې په نتیجه کې تر بل هروخت جګړه ورځ تربلې پراخه شوې.

په ترکیه کې دسولې په نوم اوسنۍ تبلیغاتي او ډنډوریزه غونډه هم د ګډ حکومت یوه ناکامه او ولس غولوونکې هڅه وه چې په پایله کې یې د رښتینې سولې تږی، مؤمن ولس له ناهیلیو سره مخ کړ.

مونږ پر ګډ حکومت بیا غږ کوو چې اکړېدلی ولس نور خپل ژوند او خپلې آزادۍ ته پرېږدئ! له مونږ څخه دامن لمن مه ټولوئ!
نور نو د بهرنیو ځواکونو لمن خوشې کړئ او مونږ رښتینې سولې ته پرېږدئ! سوله سپېڅلې ده، سپېڅلو، مخورو او با اهله خلکو ته اړتیا لري په داسې اشخاصو سوله هېڅکله هم نشي راتلی چې اهل یې نه وي.

که سوله نشې را وستلی نو دسولې نوم مه بدناموئ!!!

د یوې رښتینې سولې او د یو سپېڅلي اسلامي نظام په هیله.

۱۵ / ۱ / ۲۰۱۸ ـ دوشنبه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button