داځل لس افغان لوبغاړي انډین پریمیر لیګ سیالیو ته وړاندې کېږي

22، جنوري، 2018

انډین پرېمیر لیگ اعلان کړی چې سږکالې بولۍ کې به ۱۰۰۰ لوبغاړي گډون کوي.

د انډین پرېمیر لیگ راتلونکی پړاو لپاره یوه اوونۍ وروسته د لوبغاړو بولي ترسره کېږي چې دا ځل به لس افغان لوبغاړي د دغو سیالیو بولۍ ته وړاندې شي. د انډین پرېمیر لیگ د لوبغاړو لیلامي به د جنوري ۲۷مه پیل او په ۲۸مه پای ته ورسېږي.

د هغو لسو لوبغاړو نوملړ او لږ تر لږه بیه خپره شوې چې د انډین پرېمیر لیگ بولۍ ته وړاندې شي چې راشد خان به افغان لوبغاړو کې تر ټولو لوړه بیه لرونکی لوبغاړی وي.

د کرېکټ یو شمېر چارپوهان په دې باور دي چې کېدای شي دا ځل راشد خان په ۱۴۰ میلیونه هندي کلدارو وپلورل شي.

د راشد خان پیاوړې لوبې او وروستیو لاسته راوړنې ته په کتنې سره داسې ښکاري چې دا ځل انډین پرېمیر لیگ کې به ټولې لوبډلې خپلې لوبډلې ته د نوموړی د جذبولو هڅه وکړي او له همدې امله رقابت به ډېر سخت او قیمته وي.

د لوبغاړو نوملړ او د بولۍ د پیل بیه
راشدخان ۲۰۰ لکه هندۍ روپۍ

محمد نبي ۵۰ لکه هندۍ روپۍ

مجیب ځدران ۵۰ لکه هندۍ روپۍ

ظاهر خان پکتین ۲۰ لکه هندۍ روپۍ

محمد شهزاد ۵۰ لکه هندۍ روپۍ

شفیق الله شفق ۵۰ لکه هندۍ روپۍ

نجیب الله ځدران ۵۰ لکه هندۍ روپۍ

دولت ځدران ۵۰ لکه هندۍ روپۍ

شاپور ځدران ۵۰ لکه هندۍ روپۍ

گلبدین نایب ۵۰ لکه هندۍ روپۍ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button