مړ هم زه یم او پړ هم زه یم

عبدالله عزام

ځیني افغانان عجیبه په برندو سترګو له افغانیت څخه لاس په سر کیږي او د اسلامیت له چوکاټه وتلي دریځونه لري . برالا هغه څه کوي ، چې د مسلمانانو او افغانانو تازه زخمونو او خوږ زړونو ته پرې صدمه رسیږي .
څو ورځي وړاندي طالب جنګیالیو پر انټرکانټینینټل هوټل برید وکړ او څو شمېر امریکایي محاربین او خارجیان پکښي ووژل شول . همداراز د پيښي قربانیان د هغه حکومت چارواکي هم ول ، چې تر پرون پوري یې ټول حزب په مقابل کې ولاړ و او دا حکومت یې ګوډاګی حکومت او وګړي یې واجب القتل بلل .
خو نن بیا هماغه حزب د همدغو غاصبینو او تیري کوونکو امریکایانو وژنه یوه وحشیانه کړنه او ناوړه عمل بولي او د طالب جنګیالیو دا کړنه تقبیحوي .
د طالب او حکومت یا امریکایي وژل دا به یو طرف ته کړم ، ځکه چې هغه دواړه لوري یو د بل په مقابل کې ولاړ دي او یو بل وژني . دا دهغوی تر منځ جګړه ده ، هر څنګه چې وي .
خو دلته مقایسه دهغو وحشي ، یرغلګرو صلیبي لښکرو او مظلوم مسلمان افغان ملت تر منځ کوم، چې یو یې د انا ربکم الاعلی نارې وهي او د بل مظلومیت ته کاڼي زړونه هم اوبه کیږي .
افغان ولس چې څه د پاسه یوه نیمي لسیزي راهیسي د صلیبي اشغالګرو له لوري د کوم ناورین سره مخ دی ، له هیچا پټ نه دی . ړانده بمبارونه ، شپنۍ چاپې ، بې ګناه افغانان په تورو زندانونو کې اچول او په مخامخ ډزو ویشتل ټول پر دې ولس وازمایل شول . له هیڅ ډول وحشت او بې رحمۍ څخه یې دریغ ونه کړ . حتی د بمونو میندي هم پرې وازمایل شوې او په سلګونو زره بې ګناه افغانان یې په شهادت ورسول .
د نوي اعلامیې له مخي امریکایي جنرال جیمز هېکر د افغانانو د وژلو لپاره د A-10 ډوله الوتکي راغوښتي چې پر دې ملت به تر ۹۰۰ کیلوګرامه زیات درانه بمونه غورځوي او زیاته یې کړه چې امریکایي او افغان ځواکونه به په افغانستان کې د بمباریو کچه نوره هم پراخوي .
پر کانټینینټل هوټل د برید په شپه په هم مهال توګه د کندوز ولایت د چار درې په ولسوالۍ کې د میاګانو، سجاني، زاخیلو ، قریه یتیم ، خرکارو او کچه ګړۍ په نوم د افغانانو پوره کلي بمبار کړل شول چې له امله یې د ځاني تلفاتو ترڅنګ په سلګونو کورونه ویجاړ ، مسجدونه ړنګ او د کندوز بې وزله وګړي په دې ساړه ژمي کې بي کوره او بي سرپنا شول.
خو ځیني بې ضمیره افغانان بیا د خارجي یرغلګرو سره دومره خواخوږي لري چې د دې پر ځای چې د خپل مظلوم ملت مظلومیت را سربیره کړي ، ویې غندي او نړیوالو ته یې وښایي . پر ځای یې د خارجي صلیبي یرغلګرو پر وژنه غم شریکي وښودل ؛ د هغوی وژل یې یو وحشیانه عمل وباله او دا کړنه یې تقبیح کړل .
عجیبه دا ده چې مړ هم زه یم او پړ هم زه یم .یرغل هم پر ما شوی دی ؛ بې ګناه هم زه وژل کېږم ؛ ځان ، مال ، کور ، جایداد او حریم هم زما تر تېري لاندي دی او ظالم هم زه یم . خو زما سره دا هر څه تجاوز کوونکي مظلومان او وژنه یې ناروا وختل .
ښایي د بې ضمیرو او بې پتو په قانون کې همداسي کول عین انصاف وي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button