د تقريري مسابقو او سياليو په اړه

لیکوال: مولوي صبغت الله

خبر دی چې د اسلامي امارت دتعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون تر اشراف لاندې د پنځمې درجې د طالبانو ترمنځ (ديتیمانو پالنه او دهغوی حقوقو ته پاملرنه) تر عنوان لاندې دهيواد په بيلابيلو ولايتونو ننګرهار، کونړ، پکتيا، خوست، پکتيکا، بدخشان، کندوز، بلخ ، هلمند، زابل، سرپل، هرات، فراه، اروزګان، غزني، جوزجان، فارياب، دايکندي، ميدان وردګ او بادغيس کې تقريري تربیوي سيالی ترسره شوې، چې پکې ګڼ شمير مشائخو، جيدو علماء کرامو، روحانیونو، طالبانو، متعلمینو او ملي شخصيتونو ګډون وکړ.

د الاماره ويبپاڼې د راپورونو په اساس د هیواد په لروبر کې په ۴۷ ځايونو کې همزمانه ترسره شوې، چې راپورونه او انځورونه يې په الاماره ويبپاڼه کې په خپل وخت نشر ته وسپارل شول، او په ټولنيزو رسنيو کې يې په پراخه کچه هرکلی او استقبال وشو.

د دعوت په ډګر کې د وينا ارزښت

له شک وتلې خبره ده چې هره ټولنه داسې مصلحو دعاتو او ناصحو علماؤ ته اړتيا لري، چې د صالحو اعمالو او حسنه اخلاقو ښوونه ورته وکوي او د صراط مستقيم په لوري يې سوق کړي او دا هم منل شوې خبره ده چې دا هله ممکن دي چې عالم د بيان او وينا په اصولو پوه وي، د تقرير کولو ملکه ولري، عالم په دې قادر وي چې خپل افکار او ما في الضمير دنورو په وړاندې اظهار کړای شي.

اسلام ته په بلنې او دعوت کې د تقرير او وينا ارزښت له هیچا څخه پټ نه دی.

د وينا د فن د پوهانو په اند د تقرير کولو ملکه په دوه ډوله ده.

(۱) وهبي: په دې معنا چې په ځينې خلکو کې الله جل جلاله خلقة د وينا کولو مهارت پيدا کړی وي.

(۲) کسبي: هغه ملکه ده چې په مِراس، تمرين او تدريب سره حاصليږي، په ځانګړې توګه په دغه ډول سياليو کې برخه اخيستل د وينا د ملکې په رابيدارولو کې رغنده رول لري

د سياليو او مسابقو شرعي اصل

په اسلام کې اصل مسابقه په اسونو زغلولو، نښه ويشتلو، منډه وهلو او نورو هغو امورو کې راغلې چې د جهاد اړوند دي او پکې يو مجاهد د جهاد لپاره روزل کيږي، داحاديثو او فقهې په کتابونو کې ورته د (رهان، مراهنة، سباق، سبق، او مسابقة) کلمات کارول کيږي، خو فقهاؤپه علمي ډګر کې هم د مسابقې کولو او انعام ټاکلو جواز ثابت کړی په ځانګړې توګه چې انعام د وخت د امير يا ثالث شخص له لوري وي.

علت يې فقهاء همدا ذکر کوي چې لکه څرنګه چې په جهادي امورو کې د مسابقو دائرولو سره مجاهدين په جهادي امورو کې مهارت ترلاسه کوي همدغه راز په علمي ډګر کې د سياليو په ترسره کولو طالبان د علم په طلب کې کوښښ ته تشويقيږي، او ښکاره خبره ده لکه څرنګه په جهاد سره ددين اعلاء او قوت راځي همدغه راز په علم سره هم راځي.

دحنفي فقهې په مشهور کتاب شرح الوقايه کې راځي

ويُلحق بالمسابقة بِجُعْل طالبان اختلفا في مسألة ورجعا إلى الشيخ لِيَفْصِلَ بينهما فيها، لأنّه لمّا جاز في الأفراس لمعنى يرجع إلى الجهاد يجوز هنا للحث على الاجتهاد في طلب العلم، لأنّ الدِّين كما يقوم بالجهاد يقوم بالعلم والاجتهاد.

علامه ابن نجیم د کنز په شرحه البحر الرائق کې وايې

وعلى هذا الفقهاء إذا تنازعوا في المسائل وشرط للمصيب منهم جعلا جاز ذلك إذا لم يكن من الجانبين على ما ذكرنا في الخيل لان المعنى يجمع الكل إذ التعليم في البابين يرجع إلى قوة الدين أو أعلاء كلمات الله تعالى

خو په مسابقه کې شرط دا ده چې مال له يو لوري يا د ثالث شخص له لوري وي، له جانبينو بايد نه وي، ځکه که له جانبينو وي بيا ناروا او قمار دی.

امام سرخسي رحمه الله په خپل کتابشرح السير الكبيرکې ليکي

وكان شيخنا الإمام شمس الأئمة رحمه الله يقول : على قياس هذا بالجري بين طلبة العلم يفتي فيه بالجواز أيضاً وهو إذا وقع الاختلاف بين اثنين في مسألة وأرادا الرجوع إلی الأستاذ وشرط أحدهما لصاحبه أنه إن كان الجواب كما قلت أعطيتك كذا وإن كان كما قلت لا آخذ منك شيئاً فهذا جائز وإن كان شرط من الجانبين فهو القمار وهذا لأن في الأفراس إنما جوز ذلك لمعنى يرجع إلى الجهاد فيجوز هنا أيضاً للحث على الجهاد في التعلم .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم دخطيب تقريري سيالۍ

ثابت بن قيس بن شماس رضي الله عنه د وينا په برخه کې درب ورکړيو صلاحيتونو له امله د (خطيب رسول الله) او (خطيب الأنصار) لقبونو سره شهرت لري، په بخاري شريف او د احاديثو په نورو کتابونو کې روايتونه راغلي چې کله به نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته وفدونه راتلل، رسول الله صلی الله عليه وسلم به نوموړي ته امر کاوه چې خبره ورسره وکړي او وينا ورته وکړي.

نوموړي يو ځل درسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په خطابتي سيالۍ کې برخه هم اخيستې او ميدان يې وړی.

بيهقي په دلائل النبوة کې او دنبوي سيرت ګڼ شمير کتابونو نقل کړي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته د عربو د وفدونو دراتګ په سلسله کې دبني تميم قبيلې يو ستر وفد د عطارد بن حاجب بن زرارة التميمي, أقرع بن حابس ، زبرقان بن بدر ، عمرو بن الأهتم ، حبحاب بن يزيد ،نعيم بن زيد ، قيس بن الحارث ، قيس بن عاصم او ځينې نورو په مشرۍ کې راغی،

چې کله دبني تميم وفد مسجد ته داخل شو، له حجراتو دباندې يې دا چيغې پيل کړې، ای محمده، موږ ته راووځه، نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددوی د چيغو له وجې په تکليف شو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت، دوی ورته وويل: ای محمده، موږ راغلي يو ترڅوله تاسره مفاخره او وياړنه ترسره کړو، نو که زموږ شاعر او خطيب ته اجازه ورکړئ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هو ستاسې خطيب ته مې اجازه ده پورته دې شي.

عطارد بن حاجب پورته شو، خطبه يې وړاندې کړه، چې کله يې وينا پای ته ورسيده، کښيناست.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ثابت بن قيس بن شماس ته وويل: « قم فأجبه » پورته شه او ځواب ورکړه.

ثابت بن قيس رضی الله عنه د الله جل جلاله له حمد او ثناء وروسته خپله خطبه وړاندې کړه، چې کله فارغ شو، د بني تميم شاعر زربقان بن بدر پورته شو او شعرونه يې وويل.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم حسان بن ثابت رضی الله عنه ته امر وکړ چې ځواب يې ووايه.

چې کله حسان بن ثابت رضی الله عنه شعرونه پای ته ورسول، د بني تميم رئيس اقرع بن حابس وويل: (قَالَ ابْنُ إسْحَاقَ: فَلَمَّا فَرَغَ حَسَّانُ بْنُ ثَابِتٍ مِنْ قَوْلِهِ، قَالَ الْأَقْرَعُ بْنُ حَابِسٍ: وَأَبِي، إنَّ هَذَا الرَّجُلَ لَخَطِيبُهُ أَخْطَبُ مِنْ خَطِيبِنَا، وَلَشَاعِرُهُ أَشْعَرُ مِنْ شَاعِرِنَا، وَلَأَصْوَاتُهُمْ أَحْلَى مِنْ أَصْوَاتِنَا.)

ژباړه : د خپل پلار په خالق مې دې قسم وي چې ددغه سړي (محمد صلی الله علیه وسلم) خطيب زموږ له خطيب څخه ښه خطيب دی، او شاعر يې زموږ له شاعر څخه غوره شاعر دی، ږغونه زموږ له هغو څخه لوړ او خواږه دي.

د تقريري سياليو موضوع ( د يتيم پالنه او دهغوی حقوقو ته پاملرنه )

دا چې زموږ په ګران هيواد له څلويښتو کلونو راهيسې د جګړو لمبې بلې دي، طبعي ده چې دومره اوږده او دوامداره جګړه به ډير قربانيان تر شا پريږدي، په قربانيانو کې تر ټولو مظلومه طبقه يتيمان او کوچني ماشومان دي.

هوکې! لرې به نه وي چې افغانستان د يتيمانو وطن ونوموو، دلته په مليونهاو يتيمان ابله پښې ګرځي، معصومې څېرې، نمجنې سترګې، څيرې جامې او اوږي نسونه يې د مظلوميت چيغې وهي خو لا هم دغليم زړه يخ نه دی، لا يې ددې هيواد په مظلوم او بې چاره ولس دظلم ميچن چالانه ساتلې، لا هم بمونه اوروي، لا يې هم د وينو ويالې جاري ساتلي، په داسې حال چې دا بې چاره او مظلوم ولس د شته يتيمانو له کفالت څخه هم عاجزه دی دوی نور يتيمان هم ورته اضافه کوي.

د یتيمانو کثرت دا معنی نه چې موږ مايوسه شو، يا د نورو په تمه کښينو، که موږ  له خپلو شته امکاناتو کار واخلو، د مسؤوليت احساس وکړو، له یتيمانو سره خپله ډوډۍ نيمایې کړو، تربيت او تعليم ته يې کما حقه توجه وکړو، تر ډيره حده به مو خپل درد دوا کړی وي.

الله رب العالمین دې د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون مشرتابه او غړو ته پوره پوره اجرونه ورکړي چې د تقريري سياليو لپاره يې له مقتضی الحال سره مناسبه موضوع ټاکلې وه، او په زرهاو خلک يې ديتيم له حقوقو څخه خبر کړل، په زرهاو خلک يې په خپلو ګريوانونو کې سر ښکته کولو ته مجبور کړل، ديتيم د پالنې فضيلت يې ورته جوت کړ، د يتيم حقوقو ته د نه پام له ناوړه دنيوي او اخروي عواقبو يې خبر کړل.

اروا پوهان وايې چې کومه خبره انسان مکرره اوري دهغه په دماغو مستقيم اغيز کوي، او په تدريجي ډول په زړه کې ځای نيسي، بناء د تربيتي سياليو لپاره ددغې موضوع له انتخاب څخه مطلوب يوازې د تقريرونو پخول او دبيان د ښاپيرۍ راويښول نه دي، بلکه ستر مقصد ترې د علمي طبقې د افغان ولس دغه ځورونکي اړخ ته زيات متوجه کول و، ترڅو په خپلو ويناوو کې داسې موضوعاتو ته ځای ورکړی چې د افغان مجاهد اولس د هوساينې او سوکالۍ سبب ګرځي او مسلمانان تر خپل منځ همدردی، همکاری او هماهنګی ته راوبلي.

په همدې ډول د سيالۍ په يو سيمينار کې ما (لیکوال) ته هم د ګډون سعادت ترلاسه شو، ډير په زړه پورې نوراني مجلس ؤ، ډیره زړه راښکونکې او هیله بښونکې غونډه وه

د خامسې درجې طالبانو چې زياتره يې زلموټي او تنکي ځوانان و د يتيم پالنې په موضوع خپلې علمي، تحقيقي ادبي او هر اړخيزې ويناوې وړاندې کړې، چا د يتيمانو د معصوميت او مظلوميت تذکره کوله، چا ګران هيواد د کونډو او يتيمانو ټاټوبی باله، چا شتمن مسلمانان له يتيمانو او کونډو سره مرستې ته هڅول، چا په يتيمانو د پام نه کولو وعيدونه ذکر کول، چا ديتيم دمال خوړلو عذابونه ذکر کول، چا د يتيمانو په اړه داسلامي امارت مشرانو ته توصيې کولې او چا د يتيم کفالت کوونکو ته سپارښتنې کولې.

ګډونوال له مجلس څخه په داسې حال رخصت شول چې ديتميانو په وړاندې یې د خپل مسؤولیت احساس کاوه او د اداء کولو په برخه کې يې په زړونو کې نويو ولولو او جذبو څپې وهلې.

عربی ویناوې

يوه جالبه چې د ښه راتلونکي زيری يې لاره دا وه چې د سيالی ګډونوالو په غوڅ اکثریت خپلې ويناوې په عربي ژبه وړاندې کړې، سره له دې چې ځینو یې نيمګړتياوې لرلې خو بيا هم د روښانه راتلونکي زيري یې له ځان سره لرل، افغانان دا خاصیت لري چې کله يې په يوه لوري پام شي بيا هغه کار په ډيره احسنه توګه سرته رسوي، او له هر ډول ستونزو سره مقابله کوي.

د کم عمره طالب العلمانو له لوري خورا علمي او تحقيقي ويناوې په ډير مؤثر انداز وړاندې کولو دا خبره په اثبات ورسوله چې که چیرته استاذان او دمدارسو واکداران له شاګردانو سره خواري وکړي، په استعدادونو او وړتياو باندې يې کار وکړي ان شاء الله په ډير لنډ وخت کې به شاګردان ډير څه زده کړي..

اقبال صیب څومره ښه ويلي دي:

نہیں ہے نا امید اقبال اپنی کشت ویراں سے

ذرا نم ہو تو یہ مٹی بڑی زرخیز ہے ساقی

تحفيزي او تشويقي انعامونه

تحفيزي او تشويقوونکي انعامونه د طالبانو او متعلمينو د استعدادونو او وړتياو په رابرسيره کولو کې مهم رول لري.

خطيب بغدادي رحمه الله په خپل کتاب شرف اصحاب الحديث کې د ابراهيم بن ادهم رحمه الله په اړه په خپل سند سره له نضر بن الحارث څخه روايت کړی:

حَدَّثَنَا النَّضْرُ بْنُ الْحَارِثِ، قَالَ سَمِعْتُ إِبْرَاهِيمَ بْنَ أَدْهَمَ، يَقُولُ: قَالَ لِي أَبِي: «يَا بُنَيَّ، اطْلُبِ الْحَدِيثَ، فَكُلَّمَا سَمِعْتَ حَدِيثًا، وَحَفِظْتَهُ، فَلَكَ دِرْهَمٌ فَطَلَبْتُ الْحَدِيثَ عَلَى هَذَا»

ژباړه: نضر بن الحارث وايې چې ما له ابراهيم بن ادهم څخه واوريدل چې ويل يې: ماته مې خپل پلار ويلي و، ((ای بچيه احاديث زده کړه، هرځل چې تا يو حديث واوريد او ياد دې کړ نو يو درهم به درکوم، په همدې توګه ما احاديث زده کړل .))

په تقريري سياليو کې د تعليم او تربيې کميسيون له لوري په مشائخو او علماؤ مشتمل يو ممتحنه هيأت ټاکل شوی و چې د مقرره اصولو په رڼا کې يې د طالبانو تقريرونه ارزيابي کول، دغونډې په پای کې د تعليم او تربيې کميسيون له لوري ممتازو نمرو اخيستونکو طالب العلمانو باندې د نغدو روپيو، کتابونو او کاليو تشويقي او تحفيزي انعامات وويشل شول.

د يتيمانو حقوق دعمل په جامه کې

په غونډه کې د کميسيون مسؤولينو په دې هم خبره وکړه چې د يتيمانو حقوق په اسلامي امارت کې د شعار تر حده محدود نه دي پاتې، بلکې حتی الوسع د عمل جامه هم وراغوستل شوې، د يتيمانو لپاره په بيلا بيلو ولایتونو کې فعلا ګڼ شمير دار الأیتامونه جوړ کړل شوي، چې دا لړۍ لاهم د توسيع په حال کې ده، او له رب العالمين اميد لرو چې په نږدې راتلونکي کې به دغه لړۍ د هيواد تر ټولو ولایتونو ورسيږي.

له ګډونوالو هم غوښتنه وشوه چې که هر چا ته يتيم معلوم وي خو بيا هم په دې برخه کې غفلت کوي او د تعليم او تربيې له کميسيون سره په دې برخه کې تماس نه نيسي نو غاړه يې بنده

د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو له کميسيون څخه يوه هيله

دا چې اسلامي امارت په تعلیمي برخه کې د هیواد د ماشومانو او ځوانانو لپاره دتعلیم او تربيې او عالي تحصیلاتو په نوم کمیسیون تشکیل کړی، تعلیم او تربیې هم په دې برخه کې خپلې هڅې نه دي سپمولي، په خپل ټول توان يې هڅه کړې چې په تعلیمي برخه کې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي، له امتحاناتو او ازموينو نيولې تر مسابقو او سيالیو پورې، د قرطاسيې او کتابونو له ويش نيولې تر اشراف او څارنې پورې په بيلا بيلو پړاوونو کې په خدمت بوخت دي، موږ شاهدان يو چې د تعليم او تربيې کميسيون خدمتونه رنګ راوړي او په لنډ وخت کې ترې ښه نتيجه او ډيره ثمره لاسته راغلې.

د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون څخه هيله لرو چې په راتلونکې کې هم د طالب العلمانو او متعلمينو ترمنځ د تقريري سياليو د جاري ساتلو سره سره دغه لړۍ نورو علمي برخو ته هم وغځوي، ترڅو په بيلا بيلو ډګرونو کې د ځوانانو او نوي کهول د استعدادونو آبياري وشي، په دې برخه کې د احاديثو دحفظ، د مقاله نويسی، د عربي تکلم او نورو علومو کې مسابقې او سیالی د يادولو وړدي، په دې توګه به د هغوی ترمنځ د تنافس او سيالی فضاء موجوده وي، چې دا د طالبانو د استعدادونو دلوړولو لپاره ډيره مناسبه طریقه ده.

الحمد لله زموږ په طالبانو کې ډير استعدادونه موجود دي ډير وړتيا لرونکي کسان شتون لري خو له خپلو کمالاتو خبر نه دي او نه يې په استعدادونو کار شوی، پخوا زموږ د مشرانو دا طريقه وه چې د يو چا په کمال به پوه شول، هغه به يې ورته متوجه کاوه او همکاري به يې ورسره کوله تردې چې په هغې برخې کې به يې کمال ته ورساوه.

قَالَ سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ: دَخَلْتُ الْكُوفَةَ , وَلَمْ يَتِمَّ لِي عِشْرُونَ , فَقَالَ أَبُو حَنِيفَةَ لِأَصْحَابِهِ , وَلِأَهْلِ الْكُوفَةِ: جَاءَكُمْ حَافِظُ عِلْمِ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ. قَالَ: فَجَاءَ النَّاسُ يَسْأَلُونِي عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ. فَأَوَّلُ مَنْ صَيَّرَنِي مُحَدِّثًا أَبُو حَنِيفَةَ.

( الخيرات الحسان في مناقب الإمام الأعظم أبي حنيفة النعمان )

ژباړه: سفیان بن عيينه رحمه الله فرمايې: کوفې ته راغلم لامې عمر شلو کلونو ته نه و رسيدلی، ابو حنيفه رحمه الله خپلو شاګردانو او دکوفې خلکو ته وويل: تاسې ته د عمرو بن دينار دعلم حافظ راغلی.

سفيان بن عيينه وايې: چې خلک شروع شول له ما څخه يې دعمرو بن دينار دعلم پوښتنې کولې، په دې توګه لومړۍ هغه څوک چې زه يې محدث ګرځولې یم امام ابو حنيفه رحمه الله دی.

د مشرانو شاباسۍ او تشويق په کشرانو پائیدار او مثبت اغيز لري ، تعلیم او تربيې ته په علمي خدمتونو کې لا موفقيت او کاميابي غواړو او هيله ترې کوو چې په دې برخه کې خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button