جګړه به تر کومه وي ؟!

 

لیکوال: شریف الله خالد

د واقعي افغانانو سربیره اکثره خارجي اتباع هم په دې نظر دي چې امریکایان د بشر دوستۍ په نوم د بشر وژنې جګړه پر مخ وړي او دلته خپلو رقیبانو سره په استخباراتي جګړه بوخت دي او تر هغې به جګړه کوي چې خپلو استخباراتي موخو ته رسیدلي نه وي خو دا چې د ناټو مرستې او خپل ډالري ماشین یې تېز دی، آن د اکثره مسلمان هیوادونو مالونه هم په خپله ګټه کاروي او د مالي امکاناتو وسلو او ډالرو ورسره هیڅ کمی نشته هغوئ ته که خطر متوجه کولی شي هغه صرف د امریکايي عسکرو د وژنې د لارې امکان لري همدا لامل دی چې امریکایانو خپل ټول مصارف په کار اچولي چې هغوی ته جاني نقصان ونه رسي او که بالفرض نقصان هم ور ورسېږي دنیاوال او امریکايي ولس په مرګ ژوبله خبر نه شي، د همدې له وجې د ځمکې په ځای هوايي لارې کاروي او په بیسونو یې د افغاني پیره دارانو سربیره څو ډوله امنیتی کامرې لګولي دي د هغې ور هاخوا په خوندي ځالو کې په خپلو خرمستیو بوخت دي د کمپیوټر د لارې طیارې والوزوي کله د لوبو میدانونه او کله د خپلو غلامانو پوستې بمبار کړي خو همدلته یې د بیس په دروازه افغان پیره دار ولاړ وي چاته اجازه نه ورکوي چې خارجیانو ته تکلیف ورسوي، خو که همدا عسکر د اسلام او ازادۍ خوښو په برید کې ووژل شي بیا نو جګړه بین الافغاني وي او مقابل لوری د څو ډالر خوښو او د ډالرو او چوکۍ له بندګانو له لوري واجب القتل هم وي.

هر کله چې جګړه استخباراتي ده امریکا د ډالرو په زور روانه کړې، نو تر هغې به روانه وي چې په دې دوه صورتونو کې یو عملي شوای نه وي ځکه امریکایان په سوله باور نه لري او خپلو رقیبانو سره جګړه د حل لار بولي.

اول / طالبان ټول ختم او له منځه ویوړل شي خو داسې ناشونې او د دې هیڅ امکان نشته، ځکه طالبان افغانان دي دا یې هیواد کور کلی او هدیره ده، ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي او کلک ولسي ملاتړ ورسره دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې لسګونه زره خارجي عسکرو د هر ډول زور او ځواک په کارولو سره ونه وژل په لس زره عسکرو یې وژل او له منځه وړل ناشوني دي.

دویم / امریکایان کډې بار کړي او اشغال ته د پای ټکی کېږدي، دا امکان لري (او همداسې به کېږي ان شاء الله ) خو تر هغې نه شي عملي کېدلی چې افغانان د دوی خلاف یو موټی شوي نه وي تر څو چې افغانستان کې د امریکا غلامان شتون ولري امریکا به د وتلو نوم هم وانخلي.

چې یا خو ټول افغانان د امریکا خلاف یو موټی شي او په مسلح مقاومت د روس په څېر امریکا هم دړې وړې کړي (الله دې وکړي چې همدا صورت عملي شي) او یا د امریکا مخالفین چې طالبان یې مشري کوي اول د امریکا غلامان ختم کړي (چې په بیسونو یې پیره داران ولاړ دي ) چې ختم شي، له غلامۍ لاس واخلي یا ووژل شي، بیا ممکنه ده چې سرټیټې له افغانستانه ووځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button