م.م: د افغانستان د سولې هڅې د پرمختګ په لور دي

عزم (جمعه ۱۳ سلواغه ۱۳۹۶)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لانزر وایي، د افغانستان د سولې د پرمختګ لپاره هېې روانې دي او ښه نتائج لري.
نوموړی وایي که څه هم د افغانستان وروستۍ پیښې خواشینوونکې دي خو عمومي وضعیت د سموالي پر لور روان دی او ښې پایلې به ولري.
سره له دې چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی، په افغانستان کې عمومي وضعیت د ښه والي پر لور روان دی.
لانزر وایي مونږ ډیر څه کړي په نورو هیوادونو کې هم د افغانستان په اړه د پردې تر شا خبرې اترې شوي مونږ پوهیږو چې دغه هلې خلې به مثبتې پایلې ولري.
نوموړی وایي ما په نورو هیوادونو کې هم د سولې لپاره کار کړی، د هغوی په اړه خوشبینی نه وم، د افغانستان په اړه خبرو ته امید لرم، شاید د سولې خبرې نتیجه ورکړي او همداراز اقتصادی پیاوړتیا او نورو برخو کې هم پرمختګ راشي.
لانزر پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، چې د تاوتریخوالي د خبرونو ترڅنګ باید د امن لپاره دوهمه لار چې سوله ده هم خپله کړي او د دغې لارې لپاره کار وکړي.
لانزر د سولې خبرې داسې وخت کې کوي چې د امریکا ولسمشر او افغان حکومت طالبانو سره د سولې خبرې تحریم کړي او ویلي یې دي چې ټول تمرکز به په جګړه ساتي تر څو طالبان له دغې لارې مات کړي.
تر لانزر دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار هم ویلي وو چې سوله باید له لاسه ورنکړو او د جګړې تر څنګ به د سولې لپاره هم کار کوو.