دالله جل جلاله دکور بې حرمتي اسانه نه ده

لیکوال عزام حقاني

دادی اسلامي مقدساتو ته دتو هین لړۍ تر کعبي شریفي راورسیده ، دافغانستان لپاره د لندن څخه چلیدونکي بې بې سي پښتو څانګې په پوره جرأت سره راپور نشر کړی چي ګواکي دحج دفریضې د اداکولو په جریان کې ښځې دجنسې زورونې سره مخ کیږي ،
نو موږ وایو دکعبې په شاوخوا کې انسانانو تر اسلام مخکي زمانه کي چي طوافونه یې لوڅ لپړ کول هم داسي واقعه نه ده رامنځته سوې چې یو مشرک کس دي دحرم په حدودو کې د یو چا ناموس ته په بده سترګه وګوري، په داسي حال کې چې هغو ټولنو کې ناوړه اخلاق او کارونه معمول ګرځیدلي وو نو چي هغه بې دینه ټولنې دي مقدس ځای ته دومره احترام درلوده چې دترمیمولو لپاره یې دنړولو جرأت نه درلود ځکه دالله له قهره او عذابه بیریدل په هغه شرکي عقیده، نو یو مسلمان چي په الله عقیده لري هر ګیز داسي کار نه کوي چی خدای مه کړه ددي عظیم مکان سپکاوی پکي وشي، ځکه یو مسلمان او مؤمن له کور په دي نیت وزي چي یا الله ستا دغه مقدس کورته درځم او له خپلو ټولو ګناهونو څخه په اخلاص او صداقت توبه کوم، او پر ځان باندي ټول هغه کارونه چي په عادي ژوند کې مباح او جائز وي داحرام په تړلو سره حرام ګرځوي، نو داسي څه کول کوم چي تاسو داسلام دښمنانو ویلي بالکل ناممکن ده. ځکه چي الله جل جلاله ددي ځای تقدس او پاکوالی د جوړیدو له ورځی ساتلی، د خپلې خبرې دثبوت لپاره تر اسلام مخکي زمانې یو قصه ذکرکوم چي د مشهورو سیرت پوهانو په کتابو کې بیان شوې، قصه به دي ډول وه
دجرهم قبیلې څخه دوه کسان چي اساف او نائیله یعني یو نر اوبله ښځه وو، په خپل منځ کې یې مینه او محبت لرلو، اساف د نائیله له پلار څخه نائله وغوښتله خو هغه انکار وکړ، نو بیا دوی دواړه دحج په موسم کې دحاجیانو له کاروان سره ملګري او مکې معظمې ته راغلل، دي بدبختو دحرم په شاوخوا کې بدفعلي وکړه ، چي الله جل جلاله په خپل لوی قدرت سره مسخه او ډبري وګرځول، بیا عربو دصفا او مروا په غونډیو کیښودل چي خلک ورڅخه عبرت واخلي چي دالله په کور کې زنا او بدکاري دومره لوی جرم ده.
نو داسلام دښمنانو دا داسي ځای ده چي الله تعالی په هر وخت کې له ناوړه کارونه څخه ساتلې، که هر څومره تاسو کوشش وکړی چي ددي مقدس مکان بې عزتي وکړی کوم څه به حاصل نه کړی.
صرف خپل ځانونه به مو دالله جل جلاله دستر عذاب مستحق ګرځولي وي.
او هغه کانه به درشوی وي چه وایې ( هندو ستړی خدای ناراضه) .
او دا د اسلام ددښمنانو دفکري حربو څخه یوه حربه چي دمسلمانانو په وړاندي ورڅخه استفاده کوي چي ها دی تاسو په خپل مقدس مکان کی هم بد اخلاقي کوی، هدف یې مسلمانان په خپلو مقدساتو مشکوکول دي .
او مسلمانانو ته یې ګټه داشوه چي دغرب مکاره او شیطاني راډیو یې وپیژندله هغه داچي ددي راډیو ټولي خپرونې داسلام او مسلمانانو په ضد دي او په مقابل کې یې دریځ نیول پکار دی.

یاربه هدایت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button