ننګرهار: د ماین چاودنې د استخباراتو افسر«لطیف» وواژه

(عزم: یکشنبه/۲۹/دلو/۱۳۹۶) پرون ماسپښین ننګرهار کې د ماین د چاودنې له کبله د لطیف په نوم د استخباراتو یو افسر او دده یو ساتونکی وژلي دي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې امنیتي چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط وایي چې د سرخرود ولسوالۍ دوه لاري سیمه کې د لطیف د سپرلۍ په موټر د ماین چاودنه وشوه.

د دغو چارواکو په وینا، د چاودنې له کبله لطیف او دده یو ساتونکی ووژل شول.

طالبانو ددې برید پړه منلې او وایي چې نوموړی یې «د خپلو عملونو په جزا ورسوه».

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button