ننګرهار: چپرهار ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو پر ولسي کورونو بمبار کړی

عزم(یکشنبه، ۲۰مه، کب ۱۳۹۶)

تیره شپه شاوخوا یوه بجه د چپرهار ولسوالۍ اړوند غلام ډاګ سیمه کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډه چاپه اچولې چې په دغه دوران کې جګړه هم رامنځته شوې.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې د غلام ډاګ سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو د بهرنیانو په ګډون چاپه اچولې ۳ تنه وسلوال طالبان یې وژلي او ۵ شکمن کسان یې نیولي.

طالبان وایي د چپرهار غلام ډاګ سیمه کې ګډو ځواکونو د ملکي خلکو په کورونه چاپه اچولې چې وروسته دوی ورسره جګړه کړې او د ګډو ځواکونو چاپه یې ماته کړې ده همدا راز ځانګړو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

طالبانو ویلي چې په یاده جګړه کې یې ۴ تنه کماندو عسکر وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي همدا راز د جګړې په دوران کې یې یو ملګری هم وژل شوی.

د غلام ډاګ سیمې ولسي وګړي هم د ملي امنیت له لوري پنځه تنه نیول شوي کسان ملکیان بولي او وایی چې بهرنیو ځواکونو یې په کورونو بمبار کړی او څو کورونه یې ویجارړ کړي دي.

افغانستان ته د نورو بهرنیو له راتګ سره یو ځل بیا د بهرنیانو له لوري چاپې او بمبارۍ زیاتې شوي چې ملکي وګړو تلفات هم لوړ شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button