خوست: د ضربتي کمپاین عسکرو ملکي خلک بندیان کړي او موټر یې سوځولي

عزم(یکشنبه، ۲۰مه، کب ۱۳۹۶)

تیره شپه یو ځل بیا د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د ښارکي او لوړي کلي په سیمو کې د ضربتي (کمپاین)عسکرو چاپه اچولې.

ځایي سرچینې وایي چې عسکرو د چاپې پر مهال د ولسي خلکو کورونه لوټ کړي او یو پیکپ موټر، یو سرپ موټر، یوه سوزکۍ او یو موټرسایکل سوځولي دي.

د حمزه په نوم یو تن کلیوال زمونږ همکار ته ویلي چې عسکرو د ښارکي کلي د ملا امام په شمول (۱۳) عام کلیوال د بندیانو په توګه وړي دي.

داسې هم ویل کیږي چې د ښارکي کلي د اوبو بند چې د ملي پیوستون لخوا په عصري ډول ترمیم شوی وو عسکرو په بمونو آلوزولی ده، چې لدې بند څخه تقریبًا د (۱۰۰) کورونو ځمکې خړوبه کیدلې.

په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونه په زیاتو سیمو کې تخریبي کارونو ته ملا تړلې چې څو ورځې وړاندې یې په پکتیکا ولایت کې هم دوه کلینکونه نړولي وو همداراز د تخار ښارګوټۍ، د کندز د بریښنا چارو مخنیوی او د هلمند موسی کلا ښایسته بازار یې سترې بیلګې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button