طالبان، ننګرهار کي یې نن ۳۲ بريدونه ترسره کړي

طالبانو ويلي، چي دعزم دعملياتو په ترڅ کي یې نن دننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کي ۳۲ بریدونه ترسره کړي دي.

طالبانو ويلي، چي نن يې له سهار راهیسي دننګرهار په لعلپوري، بټی کوټ ، غنی خیلو، چپيراګام،

چپرهار، مهمندرې، کوټ او نورو ولسوالیو کي په پوستو، کاروانونو، دعسکرو په قرارګاوو او نورو حکومتي اهدافو بریدونه ترسره کړي دي، چي په ترڅ کي يې ګڼ شمېر عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي دي.

طالبانو ویلي، چي دننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کي اوس هم جګړې رواني دي.

په ننګرهار برسېره نن دهیواد په بېلابېلو ولایتونو کي دعزم دعملیاتو په ترڅ کي جګړې او بریدونه ادامه لري.

طالبانو دعزم دنننیو عملیاتو په اړه ویلي، چي نن یې تر ماسپښين پوري تر۱۸۰ زیات بریدونه ترسره کړي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button