د ولسمشر اشرف غني اوجبارقهرمان جالب بحث

هـبةالله مـنتقـم
جبارقهرمان ــ السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته ـ
ډ اشرف غني ـ والیکوم سلام
جبارقهرمان ـ اشرف غني صیب وعلیکم السلام دې غلط وویل
اشرف غني ـ وبخښه ورحمةالله وبرکاته رانه پاتې شو
جبارقهرمان ـ تاسوریښتیادطالبانوسره سوله کوی
اشرف غني ـ هوماڅوواره داهڅه وکړه چې طالبانوسره سوله وکړم خوطالبان وایي ته بې واکه یې
جبارقهرمان ـ شه وبخښه دغه بحث به لږوخت بعدوکړوتاسووایۍ چې زه بې واکه نه یم اوځان ولسمشرهم ګڼې دغه عطاءنورولې خپله دنده نه پریږدي همداسې جنرال رازق ظاهرقدیرهم ستاخلاف بدوایي عطاءنوروایي چې زه والي یم بل والي ستاپه خوښه نه منم ـ
اشرف غني ـ پریږده دغه وړې خبرې دي طالبان ماته ولې وایي چې ته بې واکه یې ـ
جبارقهرمان ـ هوستاخبرصح ده داخوطالبان ښه نه کوي چې تابې واکه بولي اوریښتیاهم دانورې خووړې خبرې دي اجازت دی یوه ټوکه وکړم ـ
اشرف غني ــ هههههه هووکړه اجازه ده
جبارقهرمان ـ وای یوپیشودانګوروغونچې پسې ډیرټوپونه وهل هیڅ یې په غونچه خوله نه لږیده غونچه ترې لوړه وه نوپیشوچې ستړې شوه بیرته خفه ستنه شوه بلې پیشوورته وویل ولې ترې ستنه شوې نوهغې پیشوته یې وویل وای داانګورتروه دي مزه یې نشته ــ
اشرف غني ــ ههههه دادې چاپورې وکړه جبارقهرمان ـ داټوکه مې هسې رایاده شوه اوس بعضې خلک ددې پیشوپشان بهانې کوي ـ
اشرف غني ـ ښه نوتادسولې په اړه راڅخه پوښتنه وکړه زمونږهمداځواب دی که طالب ریښتیاسوله کوي رادې شي دحکمتیارغوندې دې مونږته اوامریکاته تسلیم شي نه ریښتیاغلط شوم بایدطالب دحکمتیارپشان پاکه سوله وکړي
جبارقهرمان ـ طالبان خووايي چې افغان حکومت بې واکه دی افغانستان بهرنیوځواکونواشغال کړی مونږدسولې خبرې هم امریکاسره کووځکه چې افغان حکومت هرکاردامریکاپه امرترسره کوي یعنې په خپله خوښه څه نشي کولۍ طالب وایي چې اشرف غني دومره واک نلري چې یووالي بدل کړي نومونږڅنګه اشرف غني سره سوله وکړوبلخواتاسوته عطاءنوروایي چې ته راته ــ الم ترکیف ــ سورةووایه زه استفاءورکوم نواشرف غني صیب مهرباني وکړه همداسورةورته ووایه اوس څه کوې هغه بدماش پدې طریقه لرې کیږي چې ته ورته سورةووایې ورشه دې کې خوشرم ندی سورةویلوکې خوثواب دی
اشرف غني ــ ګوره عطاءنورډیرمه شوروه داهیڅ اختلاف ندی مادرته وویل چې داوړې خبرې دي زه بې واکه ولسمشرنه یم بل تاوویل چې هغه ته ـ الم ترکیف ـ سورة ووایه ګوره سورة مې زده دی خو زیر یې ایر ته نشم رسوی ژبه مې نښلي ماورته وویل چې ګوره راځه اختلاف مه جوړوه اوعطاءنورته مې وویل ــ عطاءنوره ــ که زه ووایم چې ته یې اوته ووایې چې ته یې نوګوره بیابه نه زه یم نه به ته یې ،
اوکه ته ووایې چې زه یم اوزه ووایم زه یم نوګوره هم به ته یې هم به زه یم ــ
جبارقهرمان ـ واه واه ډیرخوندورډیرخوندورډیراعلی
اشرف غني ــ مننه کوم بیاهم مننه ګوره مونږخپل مینځ کې هیڅ اختلاف نلروخودطالبانواخلافات بیخي زیات شوي دي دطالب په نوم ډیرې لویې لویې ډلې دي
جبارقهرمان ــ هوبلکل دطالبانواختلافات بیخي زیات شوي خوخبرشوم چې دطالبانودمشرپه یوامردیوشمیرولایتونووالیان بدل شول خودحیرانتیاخبرداده چې دطالبانویووالي هم دعطاءنورپه شان دخپل مشرله امرانحراف ونکړ؟ اودطالب په نوم ریښتیاهم لویې لویې ډلې راپیداشوي لکه منان نیازی چې دخپلوعسکروشمیریې ۹۹ وه خوڅوورځې وړاندې سلوتنوته ورسیددې ځوی مړي سره ماډیرکومک وکړخوبیاهم پرمختګ یې ونکړهمداسې دطالبانوبله لویه ډله ده چې ترکیه کې دشاتوتجارت کوي یوه بله لویه ډله یې دبارګینونوکاروبارکوي خوداداسلامي امارت په نوم ډیره خطرناکه ډله ده ددوی دبریدونومخنیوی نه امریکاکولی شي نه زمونږسربازان دوی که څه هم طیارې نلرې ټانګونه نلري ایټم نلري بیایې هم امریکاتیښتې ته اړکړې تاسوڅه فکرکوی دابه څنګه ختم شي
اشرف غني ــ ګوره دطالبانوطرفداری مکوه ته هم راته پنجاپی غوندې ښکارې پکارده چې طالبان هرڅومره اتفاق ولري مونږاوتاسودهغوی اتفاق ته بایداختلاف ووایوکه هغوی هرڅومره والیان بدل کړي ته دهغوی داغږولې بدرګه کوې دې سره زمونږدسرتیرواتلانوځواکونوروحیه کمزوري کیږي بل ته ولې دومره دروغ وایې چې مونږټانګونه طیارې لروخوطالبان نه طیاره لرې نه ټانګ هی بلاوهلې ته ړوندیې نه ګورې چې طالبانوسره هم پاکستاني ټانګونه دي طالب هم پنجابۍ دی مونږورسره دسولې په اړه هیڅ خبرې نکوونکوونکوودجنګ له لارې به یې ماتوو
جبارقهرمان ــ هوداخوزماغلطي ده ریښتیاهم بایدمونږاوتاسودعسکروروحیه په درواغوقوي کړوبل تاسودټانګونوخبروکړه هغه ټانګونه هغه رینجرې چې طالب پکې ګرځي هغه یې ټول په جنګونوکې زمونږله سرتیرواتلانوعسکروڅخه نیولي زه خپله هلمندکې وم موژنه یې زیات ټانګان نیولي هغه رینجراوټانګ چې امریکاموژته راکړي همغه ټانګانوکې طالبان ګرځي
اشرف غني ــ نوجبارقهرمانه داخووطن سره خیانت شوتاسوولې ورسره مقابله نکوله ولې یې درنه ټانګان نیولي ـ
جبارقهرمان ـ اولسمشرصیب دآرګ نه دطالبانوپرضدتبلیغات اودهغوی خلاف جنګ کول آسان دي باوروکړه ماخوولیدل جنګ کې بیخي منډې راوهي هیڅ ویره نلري داچې کله ددوی لخوامحاصره شې بیایې درته معلومات کیژي
اشرف غني ـ نوخیرکه ووژل شې په وطن به شهیدشې
جبارقهرمان ـ مشره که داشهادت دې ډیرخوش وي خپل بچي دې دې جنګ ته ولیژه
اشرف غني ـ هغوی تعلیم کوي په ماډیرګران دي چې لږرانه جداشي ورپسې خفه کیژم ـ
جبارقهرمان ـ هی هی چرګوړې خوداسې ووایه چې زمونږمرګ خراب دی پدې خوزه هم پوهیژم
اشرف غني ـ څه دې وویل
جبار قهرمان ـ ماوویل ته ډیرزموژغمخواریې داشهادت دې زموژلپاره خوش دی
اشرف غني ـ هههه هوکنه تاسوخوزمونږاتلان یاست نوآخري خبرمې داده چې طالبان به تورلیست کې شاملوم
جبارقهرمان ـ داتورلیست چیشی ده
اشرف غني ـ ولادې کې خوخاص مخالفین شاملوونورپه ګټه یې زه هم نه پوهیږم
جبارقهرمان ـ شه ماویل که کومه بوجی ده اوس دې طالبانوسره څه وکړو
اشرف غني هی هی ته هم بنجابی وختې
په مخه دې ښه بیالپاره دوی راته ډیرمه شوروه
جبارقهرمان ـ ته هم دشاتوتجاروختې چیرې ځې
هــبةالله مـنتقـم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button