فراه: فراه رود کې امنیتي ځواکونو د خلکو کورونه نړولي

 

عزم(یکشنبه، ۲۷مه، کب ۱۳۹۶) نن ورځ امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د فراه ولایت فراه رود ولسوالې اړوند ده عبد الله خیلو په سیمه کې د ولسي وګړو ۱۵ کورونه نړولي.

د فراه رود د عبدالله خیلو له سیمې سیمئیزې سرچینې وایي چې دغه عملیات اوس هم روان دي شاید د نړیدلو کورونو شمیره له دې هم واوړي.

د فراه رود څخه د کورونو د ړنګولو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې دوه ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو د فراه ولایت کې د طالبانو څخه د ټولو سیمو د پاکوالي خبر ورکړی وو.

د فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د عامه خلکو زورونو او کورونو ړنګولو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې خوست ولایت کې هم د کمپاین ځواکونو د ملي پیوستون په پیسو یوه د اوبو ډیګۍ چې یوه کلي د اوسیدونکو لپاره جوړه شوې وه په بشپړه توګه نړولې وه او د ولسي وګړو موټر یې سوځولي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: