اشغالګرو او د هغوی پلویانو دا ځل په یوې نوې لوبه پیل وکړ !!!

 

صلاح الدین ایوبي

تاسو یاد لرئ نور به هر ولایت کې حکومتي چارواکي د ولس په لباس کې د سولې او د مختلفو عنوانونو لاندې همدا خیمې لګوي
اشغالګر حرامیان چې د سولې په نوم غونډو، د علماوو سوء فتواګانو، اربکیزم او د مختلفو ډلو په رامنځته کولو کې ناکام شول
اوس یې لاریونو ته مخه کړه، دوی غواړي چې عام ولس څخه د ډال په څیر استفاده وکړي.
ترڅو د طالبانو د اشغال او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره جګړه کمرنګه کړي او دوی خپلو شومو موخو ته په اساني سره ورسیږي.

لاسپوڅۍ رژیم په داسې حال کې له طالبانو څخه د سولې غوښتنه کوي چې طالبانو په هر پیغام کې په واضحو ټکو ویلي هر هغه څوک چې ددغې غمېزې چې د هیواد اشغال دی دپای ته رسیدو لپاره هلې ځلې کوي مونږ یې نه یوازې ملاتړ کوو بلکې بلنه ورکوو چې زمونږ سیاسي دفتر سره په اړیکه شي ترڅو تل پاتې امن او ریښتونې سوله رامنځته شي.
او امریکایانو په وار وار د طالبانو سولې خبرې رد کړې دي او سره ددې چې تازه بیا د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل د طالبانو، داعش او القاعده د سترو ګواښونو له کبله د افغانستان له جګړې لاس نه شي اخیستلی.
یعنې ترڅو چې دلته د اسلام او جهاد مفکوره ژوندۍ وي دوی به په وړاندې جګړه جاري ساتي.

نو ولس باید بیداره ووسي، د اسلام او هیواد دښمانانو هر پلان او دسیسې ته ځیر شي او نور د اشغالګرو او دهغوی د غلامانو د ګټو خوندیتوب لپاره لاریونه او ځانونه قرباني نه کړي، دلته هرڅوک پوهیږي چې څوک سوله نه کوي او په چا جګړه تپل شوې، خو د اشغالګرو غلامان یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره نه غواړي چې د اشغال غمیزه پاۍ وموي او جګړه له منځه لاړه شي.

او سوله یو سپېڅلۍ نوم دی ریښتنې اراده او پاک نیتونه غواړي، تش په خیالي شعارونو او خبرو سوله نه راځي
که افغان حکومت او ولس رښتیا سولې ته تږۍ وي، لومړۍ باید د جنګ عوامل له منځه یوسي،
چې تل پاتې سوله او امن رامنځته شي او نور مو د نړیوال کفر د غلامۍ له ذلت څخه خپل ولس او ګران هېواد خلاص شي،
کله چې موږ خپلواک شو، نو د خپلواکو هېوادونو سره د سیالۍ او ترقۍ مخه به راته خلاصه شي، کومې سیالۍ ته چې په غلامۍ کې رسېدل هسې خیال او محال دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button