د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره ( 10 لسمه برخه )

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

10 لسمه برخه:

د اسلامی حاکمیت د وجود عناصر:
اسلامي حاکمیت د څه لپاره وي، او ولي پر مسلمانانو د امیر تنصیب واجب دی؟

په سیاستِ شرعیه کې حاکم او حاکمیت ډیره اهمه مسئله ده، د خلکو تر ژوند او مرګ هر څه پوري تعلق لري، یو باغي او یاغي د کفارو مددګار د اسلام مخرب کله هم د مسلمانانو حاکم نشی جوړېدلای، په العقائد النسفیة کې د حاکم ذمه واري داسي بیان شوي:
« والمسلمون لا بد لهم من إمام، يقوم بتنفيذ أحكامهم؛ وإقامة حدودهم، وسد ثغورهم، وتجهيز جيوشهم؛ وأخذ صدقاتهم، وقهر المتغلبة والمتلصصة وقطاع الطريق، وإقامة الجمع والأعياد… الدر المختار وحاشية ابن عابدين» – 1/ 548)
او مسلمانان باید هرو مرو امام ولري، چې د دوی احکام جاري کړي، حدود اقامه کړي، سرحدونه وساتي، لښکرې جوړې کړي، له خلکو نه زکاتونه راټول کړي، زورور، غله او لاره وهونکي مغلوب کړي.
د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال دا هر څه تر ډېري اندازې په عمل رسېدلي و، په هیواد کې امن تامین و، د اسلام د قوانینو په رڼا کې عدالت قائم و، د کفارو له ډیرو محدودیتو سره سره بیا هم د وس مطابق پر مختګ روان و، هر چا ته د آسایش زمینه برابره وه، تعلیم عام و، هیواد مو له تجزيې وساتل شو، او د پرمختګ په حال کې شو، غله، ټوپکوال، قطاع طریق ټول له منځه ولاړل، اسلامي حدود جاري شول، د هیواد سرحدونه خوندي شول، او داسي نور هغه څه چې د یو اسلامي حاکم وظېفه وي، هغه تر ډیره حده تر سره شول.
اوس چې مجاهدین له تيري کوونکو کفارو او د هغوی له داخلي متحدینو سره په جنګ اخته دي، له دې سره بیا هم د مجاهدینو تر کنټرول لاندي سیمو کې امن تامین دی، حدود قایم دي، د شوکو مخنیوی کیږي، د ظالم لاس نیول کیږي، د غلا، رشوت او فساد مخه نیوله کیږي.
د امریکایانو له یرغل نه تر اوسه پوري امیر المؤمنین او د هغه نائبینو د افغانانو جهاد په ښه منظم شکل سره رهبري کړ، چې نړیوال ورته حیران پاتي دي، په ډیرو سختو شرائطو کې یې هم د جهاد او هم د مجاهدینو رهنمائي وکړه، د شرعي اصولو په رڼا کې یې د ولسي مسائلو د حل و فصل په منظور ډېري هلي ځلي کړي او تر اوسه دوام لري.
البته د ځینو په اذهانو کې به دا سوال مطرح وي، چې د امام له شرائطو نه دا هم دی، چې امام به ښکاره وي، چې د عوامو مسائل حل کړي، نو امیر المؤمنین خو یو څوک هم نه ويني، نو څنګه يې امارت او حاکمیت صحیح دی؟
مګر دا پوښتنه د هغه چا په ذهن کې ورګرځي، چې د فقهي له اصولو او ضوابطو نه نا خبره وي؛ ځکه د امیر د ښکاره والي حکمت په شریعت کې دا ښودل شوی، چې د مسلمانانو قضایاوي حل او فصل کړي، په نن وخت کې د افغانستان د مسلمانانو تر ټولو لویه قضیه د امریکایانو یرغل او اشغال دی، د یرغل په وړاندي امیر المؤمنین په ډیره ميړانه او په ډیره مدبرانه توګه د افغان ولس رهنمائي وکړه او اوس هم دا دی جریان لري.
که داسي نه وي، نو د امریکایانو ځای ناستی حاکم ته هم عام خلک لاس رسی نلري، چې خپلي قضایاوي ورته وړاندي کړي، تر دې پوري چې ډیری والیان يې د ولایت اړوند ډیرو مهمو او اړینو قضیو په باره کې هم ورسره نشوای ليدلای، عام خلک خو څه کوې؛ موږ په څو واره وليدل، چې والیانو پر خواله رسنیو شکایات خپاره کړل، او امیر المؤمنین د افغانانو له حدودو، قصاص او د هیواد د لویو لویو مسئلو حل په ډیر مدبرانه ډول ترسره کوي، نو ځکه ورته نا څرګند امیر ویلای شو، البته یواځي متحارب کفار او د هغو ملګري لاس رسی ورته نلري، چې دا د عدم صحت دلیل نشي، جوړيدلای.
افغانان دي د تاریخ له یوې دردناکي پیښې نه عبرت واخلي
د یو مسلمان او بیا افغان په حیث دا مو یو ارمان دی ، چې افغانستان یو آزاد حر او مستقل هیواد او په کې نافذ شرعي نظام ووينم ، د کفارو شتون په هیڅ قیمت را ته د منلو وړ ندی ، او دا د هر مسلمان او په تیره د افغان د زړه ارمان دی ، خو په دې برخه کې لازم دا دي ، چې هر څوک هغه که سیاسیون وي ، او که علماء ، د مدارسو طالب العلمان وي ، او که د پوهنتونو محصلین؛ باید خپل کردار ادا کړي ، او که د خپلو شخصي ګټو لپاره د کفارو او په تيره د معاصر خونخوارو کفارو د اشغال د اوږدېدا لپاره مبررات پلټو او د افغانانو د وينو بهولو ته نور هم دوام ورکوو ، یو خو به د الله په وړاندي مسؤل یو ، او بل به مو د هغو وحشي کفارو سره د هغوی د هدف لپاره قرباني ورکړي وي، چې تاریخ د هغوی پر دښمني ګواه دی، تاسو لږ د قرآن په رڼا کې خپل اصیل دښمن وپېژنئ ، کفار زموږ د عقيدې او دین دښمنان دي ، کله چې هم پر مسلمانانو قدرت پیدا کړي، له هغوی انتقام اخلي او هغه حد ته يې رسوي ، چې بیا د را پورته کېدلو توان ونلري؛ ځکه دوی چې په خوله نارې وهي په زړو کې تر هغه زیات غیض او غضب د مسلمانانو لپاره ساتي، الله رب العزت فرمايې :
{قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ …. وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ } [آل عمران: 118، 119]
ژباړه: بغض د دوی له خولو نه ظاهر شوی دی، او کوم (عداوت) چې د دوی په سینو کې پټ دی، هغه په څو چنده زیات دی، موږ یې نښي نښانې څرګندي درته بیان کړې، که تاسو له عقل نه کار واخلئ.
او (د دوی حال دا دی چې) هغه له تاسو سره مخ کیږي، نو وايې: چې موږ (پر قرآن) ایمان راوړی، او کله چې تنها شي، نو ستاسو په خلاف له غیض نه خپلي ګوتي ژويې، (هغوی ته) ووایه چې د خپل غضب نه مړه شئ، الله په سینو کې پټي خبري ښه پېژني.
که د افغانستان اوسنی وضعیت په ښه بصیرت سره مطالعه شي ، او په یولسمه میلادي پيړۍ کې د هسپانيې (اندلس) د بربادۍ او تباهۍ تاریخ وکتل شي، نو هرو مرو به پوه شوو چې کوم مسلمانانو چې د کفارو یاري کړې؛ هغوی هم خپل ځان د هلاکت کندي ته غورځولی او هم يې خپل وطن برباد کړی او د کفارو مستعمره يې جوړ کړی.
په یولسمه پيړۍ کې په اندلس کې ځينو مسلمانانو د نصاراو نه همکاري وغوښتله او د نورو مسلمانانو خلاف يې داسي عملا وسله واله مبارزه پیل کړه، لکه نن چې په افغانستان کې د امريکايانو د داخلي متحدینو په سرپرستي کې روانه ده؛ د هغو مسلمانانو خیال دا و، چې مقابل لوری به مات کړو، پر هسپانیې به د خپلي خوښي حکمراني وکړو، خو نتیجه یې ډیره غیر مترقبه وه ، اندلس کفارو لاندي کړ، د مسلمانانو ماشومان، ښځي او سپین ږري يې ووژل ، اوس هم د هر مسلمان د زړه درد دی .
نو افغانانو ته هم پکار ده چې پخپل ټول وس او توان سره کوشش وکړي، چې د وطن د اصیلو بچیانو مجاهدینو تر شا ودریږي، په هره نوع چې وي؛ همکاري او کومک ورسره وکړي، مجاهدین مو د هر ډول مرستې، مشوري، لارښووني او رايې هر کلی کوي.

وما علینا إلى البلاغ

نور بیا …..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button