خوري! ته په جنت کې د خپلي لوړي مرتبې څخه خبره یې؟

احمد جنید مبارز

محترمي خور ! کله چي جنت ته داخله سې، او دا دي هم درته معلومه وي چي هر مسلمان که نارینه وي که ښځه خامخا جنت ته داخليږي، ښایي ځینو ګنهګارانو ته د خپلي ګناه سزا ور کول سي خو تر سزا لیدلو وروسته جنت ته داخليږي؛ نو تا لره په هغو شیانو سره زیری دی چي تاته درکول کیږي، امام بخاري د انس ابن مالک رضي الله عنه څخه روایتوي او په هغه حدیث شریف کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغي مسلماني ښځي چي جنت ته داخله سي، جمال او لوړه مرتبه بیانوي او فرمایي: که د جنت د ښځو څخه یوه ښځه د مځکي خلګو ته وګوري د مشرق او مغرب منځ به روښانه کړي یعني ټوله مځکه به ددې په نور ډکه سي، دا حُورالعین نه ده بلکي دا مسلمانه جنتي ښځه ده چي په یوه کتلو یې ټوله مځکه روښانه کیږي، همدا ډول د مشرق او مغرب منځ به په ښه بوی ډک کړي او هغه پوړنی چي د جنتي ښځي پر سر دی تر دنیا ومافیها ښه او بهتر دی، دغه یوه ټوټه ټوکر چي د جنتي ښځي پر سر دی تر ټولي دنیا او ټولو هغو شیانو چي په دنیا کي موجود دي، ښه او بهتر دی. نو درنو خویندو! تاسو لره دي په دغو لویو نعمتونو او لوړو مرتبو سره زیری وي.

په جنت کي ساز او غزلي/سندري هم سته، حُورالعین او مسلماني ښځي په جنت کې اشعار په ترنم او خوش اوازۍ سره زمزمه کوي، په هغه حدیث شریف کي چي په معجم الاوسط کي د عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت سوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د جنتیانو ښځي وخپلو خاوندانو ته په داسي ښایسته اواز سره چي هیچا داسي ښایسته اواز هیڅکله نه دی اورېدلی، غزلي/سندري وایي. په جنت کي د جنتیانو ښځو اوازونه ډېر ښایسته او په زړه پوري اوازونه دي د نن وخت د مسلیانو یا ډمانو اوازونه یې نه دي بلکي واقعي ښه او ښایسته اوازونه هلته په جنت کي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د جنت د ښځو د اشعارو یا بیتو څخه ځیني شعرونه دا دي چي وایي:
ژ/ ” موږ د ښه خوۍ، ښکلي مېرمني د عزتمن قوم لپاره يو، هغه چي ور ګوري په خوږو او خوشالو سترګو “.

او ځیني شعرونه یې داسي دي:
ژ/” موږ تل يو، نه ځیني فنا کېږو، موږ په امن یو، نه ځیني پټېږو، موږ تل ورسره یو ، نه ځیني جلا کېږو “.

همدا ډول په هغه حدیث شریف چي امام ترمذي یې د حضرت علي رضي الله عنه څخه روایتوي، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه په جنت کي د حُورالعِین ټولنه سته چي په داسي اوازو سره به غزلي وایي چي هیچا یې مثل نه دی اورېدلی او دوی په خپلو غزلو کي وایي :
ژ/” موږ تل پاتي يو، نه ختمېږو، موږ نرمي يو، نه محتاجېږو،
موږ تل خوښي يو، نه په قهرېږو، خوښي د هغه چاپر حال، چي زموږ لپاره دي او موږ د هغه لپاره يو “.

دغه شعرونه یا بیتونه د جنت ښځي په خپل جنتي ښکلي اوازو کي وایي. وینا: مولوي عنایت الله علمي صاحب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button