امریکا: سخت واورین طوفان سلګونه الوتنې لغو کړلې

عزم: ۱۳۹۷/۱/۲۷- د امریکا لروبر کې د سخت واورین طوفان له کبله سلګونه سفري الوتنې لغو او زرګونو خلکو څخه بریښنا پرې شوه.

د تفصیلاتو له مخېو تمه ده چې ميشيګن ایالت کې د واورې ورښت ۴۶ سانتي مترو ته وخیږي، او تراوسه ۳ لکه او لس زره کورونو څخه بریښنا شکیدلې ده.

خبرونه وایی چې، په ډیترویټ کې هم د ډیرو خلکو بریښنا تللې ده. د بریښنا شرکت په وینا، تر سیشنبې به یوه برخه بیرته ونښلول شي.

د شرکت په وینا، د بریښنا په مزو د درنې واورط وریدلو او تیزو هواګانو له زر څخه زیات مزې پرځولي دي.

د هواپیژندنې ملی ادارې ویل. چې ویسکونسن ایالت کې دا ترټولو لوی واورین طوفان دی او د یکشنبې تر ماسپښینه ۶۰ سانتي مترو ته رسیدلې ده.

رویټرز ویلی چې یواځې د یکشنبې په ورځ د ۱۶۸۹ الوتنو د لغو کیدو خبر ترلاسه شوی دی.

زراعتي شنونکی وړاندوینه کوي، چې له یوې خوا پسرلی، او له بلې خوا واورین طوفانونه امریکا کې ددې اندیښنه زیږوي چې راتلونکی زراعتي فصل به امریکا بلخصوص طوفان ځپلو سیمو کې باغداري او سبزیجات سختو ستونزو سره مخ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button