سرپل: شپنیو عملیاتو کې ۶ سربازان مړه او یوه پوسته سقوط شوه

عزم: ۱۳۹۷/۲/۱- د طالبانو د شپنیو عملیاتو لړ کې بیګا شپه سرپل ولایت کې یوه بشپړه پوسته سقوط، او ټول سربازان یې مړه او خمیان شوي دي.

د تفصیلاتو له مخې، د صیاد ولسوالۍ په تلبلاق سیمه کې بیګاه شپه طالبانو په یوه مهمه پوسته شپني عملیات وکړل.

د عملیاتو لړ کې که څه هم سربازانو د سخت مقاومت هڅه وکړه خو دا چې طالب وسلوال په شپنیو جنګی سامان آلاتو مجهز ول، یواځې ۳ عسکر  وتوانیدل چې زخمي حالت کې ځانونه له مرګه وژغوري.

د حنک په آخر کې پوسته سقوط او ۶ تنه سربازان مړه، ۳ ژوبل، او ټول نظامي تجهیزات طالبانو ونیول.

طالبانو ددې حملې مسئولیت منلی او زیاتوي چې یو پیکا ماشیندار، څلور کلاشینکوفونه، یو بم افګن او نور اسباب یې له سقوط شوې پوستې ترلاسه کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button