بدخشان: ۸ پوستې سقوط، لسګونه سربازان مړه او اسیران شوي دي

عزم: ۱۳۹۷/۲/۸- طالبانو د الخندق پوځي عملیاتو لړ کې تیره شپه د بدخشان کې ۸ پوستې نیولي او ۲۸ امنیتي سرتیري یې مړه، ګڼ ژوبل او نور اسیران کړي دي.

د تفصیلاتو له مخې، د بدخشان په تيشکان ولسوالۍ کې تیره شپه ناوخته وسلوالو طالبانو په امنیتي پوستو پراخ ډله ییز بريدونه پیل کړي چې نن ورځې ته هم جنګ غځیدلی دی.

یوې امنيتي سرچینې د نوم نه ویلو په شرط پخلی کړی چې سربازان د طالبانو د لوی شمیر او بهترینو جنګي تجهیزاتو مقابل کې د ژوند تر اخرې سلګۍ وجنګیدل تردې چې لسګونه مړه او زخمیان شول.

دې امنیتي سرچینې ومنله چې یو شمیر سربازان طالبانو ژوندي هم ونیول.

د بدخشان استخباراتي سرچینو بیا سربازان په تیښته او معامله ګرئ تورن کړي او وایی چې تیره شپه د دشت لرنيګ سيمې يوه لويه قرارګاه او د ولسوالۍ اته پوستې یې طالبانو ته پرې ایښې دي.

دا استخباراتي سرچینه زیاتوي چې نیول شویو او تښتیدلو عسکرو د څوارلس سربازانو جسدونه د جګړې په سيمه کې طالبانو ته خوشې کړی او یواځې د ۱۴ مړو جسدونه یې د جنګ له سیمې کښلي دي.

ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي توګه چوپتیا غوره کړې او د نننیو نښتو په اړه یې څه نه دي ويلي.

بل لوري ته، طالبانو تیشکان ولسوالۍ د تیرې شپې د جنګونو پخلی کړی او زیاتوي چې ۲۸ عسکر مړه شوي، ګڼ ټپیان دي، او د ۱۴ سرتیرو جسدونه هم د جنګ سیمه کې پراته دي.

د طالبانو باخبره سرچینې وایي چې دوی هیڅکله په افغان سرتیرو ترهغه مهاله برید نکوي ترڅو چې لومړی لاسپیکر کې د تسلیمي او سرژغورنې بلنه نه وي ورکړې.

ددې سرچینې په وینا، لدې وروسته که کوم عسکر په طالب برید او جنګ کوي د خپل مرګ مسئولیت ور تر غاړې کیږي.

نن څلورمه ورځ ده چې طالبانو د الخندق په نوم عملیات پیل کړي او ټول افغانستان کې یې سلګونه سرتیری مړه اږ ژوبل کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button