کندهار: د امنیه قومندان جنرال رازق پر کور سرتیری برید شوی

 

عزم(یکشنبه، ۱۶ غویی ۱۳۹۷) تیر ماښام د کندهار په سرحدي ولسوالي سپین بولدک کې د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق پر کور سرتیری برید ترسره شوی چې له امله یې د کور ساتونکو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د امنیه قومندان ویاند غورځنګ افریدی وایي د جنرال عبدالرازق پر کور په ډلییز برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي.

ویل کیږي چې لومړی یوه بریدګر د جنرال عبدالرازق کور ته څېرمه خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، او دوه تنه نور بریدګر دننه شول د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته رامنځ ته شوله.

یوې سرچینې ویلي چې په برید کې د امنیه قومندان د کور ۵ ساتونکي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ویلي چې د پېښي پر مهال نوموړی په کندهار ښار کې و او د کورنۍ غړو ته يې هم په پېښه کې زیان ندی رسیدلی.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button