موبایل ځوانان په ذهني کمزوریو اخته کوي

ډاکټر فصيح الله عمرزى

په اوس وخت کې په هر هېواد کې موبایل ته اړتیا لیدل کېږی او د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده. که څه هم یو شمېر خلک یې په برېښنايي ځغل کې نوی پرمختګ بولي، نړۍ یې تر لوېشت او ګزه را لنډه کړې ده، د اوونۍ کار په ثانیه کې کوي، له زرو او سلو تاوان یې لسو او پنځو ته راکم کړی دی؛ خو د دې ټولو ګټو تر څنګ، د موبایل په استعمال سره ځوان نسل په روزنیز ډګر کې له تاوان سره مخ دی.

دمخه د کلیفورنیا یوې روغتیايي ادارې په الیکترونیکي پوهه د موبایل زیات استعمال د انسان لپاره تاواني بللی ؤ، خو اوس د هغه وخت په پرتله یې، چې یادې ادارې بې سروې کړې وه، پنځه چنده تاوان زيات شوی دی او ځوان نسل سل په سلو کې د موبایل په استعمال سره په تاوان کې روان دی.

د کلیفورنیا د روغتیا ادارې د موبایل په اړه ویلي و چې د راډیو په څېر د څپو په شکل یې غږ انسان ته رسېږي، د جسم د نورو برخو په پرتله یې پر دماغو او د زړه پر قوت بد اغېز زياتوي.

د راډیو څپې له ځان سره هغه څه لېږدوي چې که له انسان سره څو اوونۍ نږدې کېښوول شي انسان په ذهني کمزوریو اخته کېدای شي.

د نړیوال سازمان روغتیا ادارې په خپله نوې سروې کې ويلي دي چې د ورځې په نسبت لکه څرنګه چې غږ په لوړو څپو انسان ته رسېږي، دا ډول د موبایل تاوان هم د ورځې په نسبت د شپې له پلوه انسان ته زیات تاوان رسوي.

د روغتیا پوهانو په نظر، موبایل د ګټو تر څنګ بېلابېل تاوانونه هم لري، خو د ځوانانو لپاره چې د زده کړې وخت مبایل ته ورکوي اوهم یې په زیات استعمال سره پوهه په څو برخو وېشل کیږي، په ذهنو کمزوریو هم اخته کېږي.

لکه څرنګه چې د انسان ذهن د موبایل د استعمال پر مهال په څو برخو وېشل کیږي، دا ډول یې په پوهه هم اغېز کوي. د تعلیمي ادارو د معلوماتو له مخې، په نړیواله کچه د موبایل په استعمال سره د ځوان نسل په پوهه کې ٣۰ سلنه کموالی راغلي دی.

دمخه د کلیفورنیا د روغتیايي ادارې مشر، ډاکټر کیرن سمیت، ویلي و چې د موبایل زیات کارول روغتیا زیانمنوي. خو اوس روغتیا پوهانو ثابته کړه چې انسان او په ځانګړې توګه ځوان نسل، چې دماغ یې لا د ودې په حالت کې وي، د موبایل په زیات استعمال سره په ذهني کمزوریو اخته کېدای شي، چې وخت پر وخت غوسه، نااميدي، سوچونه او خيالونه یې جوت ثبوت ثابتېداى شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button