ملا اخترمحمد منصور د خپل بې دریغه زړورتوب قرباني شو

خالد افغان زوی

د ۱۳۹۵ هـ ش کال د جوزا د میاشتې په لومړۍ نیټه ماسپښین مهال د طالبانو د اسلامي خوځښت دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغانستان د ښوراوک ولسوالۍ ته څیرمه د امریکایانو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په شهادت ورسید.

موږ عقیده او ایمان لرو چې د دنیا ټول کارونه د الهي تقدیر له مخې ترسره کیږي او د هیچا اجل له ټاکلې نیټې وړاندې یاوروسته کیدلای نشي. خو د هر چا مرګ ضرور د نیوی اسباب او ظاهري علتونه هم لري. چې له دې جملې د ملا اختر محمد منصور د شهادت یو علت د هغه بې دریغه زړورتیا، جرأت او د دښمن په ځواک او لاسرسي باندې ری نه وهل و.

د اسلامي امارت یو بل مشر ملا عبیدالله اخند چې د منصور صاحب په شان د مرحوم ملاصاحب نائب و او دامریکا خلاف یې په لومړیو کلونو کې د پام وړ جهادي مبارزه ترسره کړه، هغه به همیشه ویل چې زموږ او ستاسو احتیاط باید د دې لامل نشي چې جهادي کارونه مو له خنډ سره مخامخ شي. له همدې امله خو به یې ټيلفون همیشه فعال ساته چې بالاخره د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو او وروسته په زندان کې شهید شو.

ملا اختر محمد منصور په داسې حال کې چې د طالبانو د جهادي صف مشري یې په غاړه وه، د امریکا غوندې له نړیوال او ستر طاغوت سره یې جګړه کوله، هغه امریکا چې د دې عصر دجال بلل کیږي، په دنیا کې تر ټولو قوي استخبارات لري، انټرنیټ او ټولې اتصالاتي شبکې یې په کنټرول کې دي او که وغواړي د هر چا انلاین اکاونټونه تعقیبولای او مکالمې اوریدلی شي. دغه راز د همدې امکاناتو نه په استفاده دهر چا موقعیت هم په آسانه معلومولای شي. تر دې چې موږ وینو چې دهیواد په لراوبر کې ډیر دټیټې سطحې طالب مشران او مسؤلین په ډیر دقیق ډول په نښه کوي او ډرون بریدونه ورباندې ترسره کوي.

خو د امریکایي دښمن له دې ټولو لاسرسیو سره سره شهید منصور صاحب د خپل امارت په مهال له ایمیل ادرس، واټس آپ او نورو اپلیکشنونو څخه په خلاص مټ استفاده کوله. حتی ډیر ځله خو یې مبایل ټیلفون هم کاراوه. لکه څنګه چې د مرحوم ملاصاحب په وخت کې د امارت زعیم له مجاهدینو سره د ځانګړو استازو په توسط رابطه ساتله او همدا امنیتي تدبیر یې د محفوظ پاته کیدلو سبب هم شو. منصور صاحب بیا له اکثرو مسؤلینو سره مخامخ رابطه درلوده او د جهادي بهیر په رهبرۍ کې په خپله او بالفعله بوخت و.

د منصور صاحب دغه وړ ریسک آمیزه چلند لکه څومره چې خطرناک و همدومره یې په جهادي بهیر ښه اغیز هم درلود، که موږ د شهید منصور صاحب د لس میاشتني زعامت کارنامې او جهادي فعالیتونه مطالعه کړو، نوپوهیږو چې د هغه د مخامخ او مباشر جهادي رهبریت په وخت کې په جهادي جبهاتو کې اساسي تغیرات راغلل او د فتوحاتو سترې لړۍ پیل شوې.

شهید منصور صاحب د ۱۳۹۴ هـ ش کال د اسد دمیاشتې په اتمه نیټه رسما د اسلامي امارت د زعیم په حیث وټاکل شو، له دې نیټې لږ وروسته د هیواد په لراوبر کې جهاد یو نوی فاتحانه شکل خپل کړ، مثلا  د ورپسې سنبلې په میاشت کې د سرپل کوهستانات ولسوالي فتحه شوه، په روزګان کې سلطان محمد ناوه، په فاریاب کې د استانه بابا، خواجه کتني پراخې سیمې چې هره یوه د ولسوالۍ حیثیت لري فتحه شوې، په بدخشان کې راغستان فتحه شوه او د هلمند د شمالي ولسوالیو د فتوحاتو یو داسې بهیر پیل شو چې له مخې یې وروسته نوزاد، سنګین، واشیر او موسی کلا په بشپړ ډول فتحه او په کجکي کې په دښمن دمحاصره کړۍ نوره هم تنګه شوه. د همدې سنبلې میاشتې په ۲۳ مه د غزني ولایت په زندان برید ترسره شوه، زندان مات او سلګونه مجاهدین ازاد شول. دغه وخت چې د منصور صاحب په ابتکار ځانګړې ضربتي قطعې جوړې شوې وې د دې مهال په ځنځیري فتوحاتو کې یې غوڅ لاس درلود.

د همدې کال ورپسې میاشتې میزان په شپږمه طالبانو د کندز ښار په لومړي ځل فتحه کړ، دا د افغانستان په څوارلس کلن جهادي بهیر کې لومړنی ولایتي مرکز و چې د طالبانو تر واک لاندې راته، د کندز فتحه په شمال ختیځ افغانستان کې د فتوحاتو لړۍ پرانیسته چې ورپسې د د تخار ینګي قلا، د کندز امام صاحب، د بغلان تاله و برفک هم فتحه شوې، په همدې میاشت کې د هیواد په نورو سیمو کې هم ګڼې ولسوالۍ فتحه شوه، لکه د فراه خاک سفید او بالابلوک، د فاریاب خواجه ناموسی او ګرزیوان، د کندهار غورک، د بادغیس غورماچ او دهرات غوریان ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې راغلې.

په دې ډول د امریکا او د هغوی د اجیرانوپه خلاف روان جهادکاملا نوی شکل غوره کړ، د سیمو د ازادۍ او دولسوالیو د فتحو لړۍ پیل شوه چې تراوسه پورې جریان لري. دغه راز د داعش په شان دبدمرغه فتنې په وړاندې جدي اقدامات وشول او لومړني تهاجمات یې خنثی شول چې په دې ټولو لاسته راوړنو کې د منصور صاحب مخامخ رهبري او مباشرې قوماندې لاس درلود، خو لکه څنګه چې په هر کار کې د ګټې او زیان  تناسب برابر وي د منصور دغه علني او مخامخ رهبري که دغه ګټې درلودې ورسره خطرات هم تړلي وو، هغه دا چې دښمن نوموړی په ډیر اسانه تعقیبولای او هدف ګرځولای شوای چې بالاخره موږ د همداسې غمیزې شاهدان شوو.

منصور صاحب له شهادت وړاندې چېرته اوسیده؟

له شهادت نه مخکې شهید منصور صاحب د افغانستان د هلمند او نیمروز تر منځ په یوه کلیوالي سیمه کې له خپلو څو تنو خاصو ملګرو مجاهدینو سره ژوند کاوه. ملا اغاجان چې  په همدې مرحله کې څه موده له شهید منصور صاحب سره یو ځای پاته شوی وایي چې دا مې د ژوند تر ټولو خوږه خاطره وه. ځکه د اسلامي امارت زعیم د خپل وطن په سپیرو کوډلو کې داسې ساده ژوند درلود لکه یو عام د سنګر مجاهد.

په دې سیمه کې نوموړی له ۸ کسو مجاهدینو سره اوسیده، دوی د عامو مجاهدینو په شان مسلح ګرځیدل اود سیمې مجاهدینو او عامو خلکو ته یې ځانونه د یوه محلي ډلګی مشر په انډیوالانو معرفي کړي وو تر څو د اوسیدو ځای یې افشا نه شي. د اړتیا په وخت یې شاوخوا نورو سیمو ته هم سفر کاوه.

په دې مرحله کې منصور صاحب د احتیاط په خاطر له عامو مجاهدینو سره مخامخ لیده کاته نه کول. د اړتیا په وخت به کله یوې داسې سیمې ته له خپلو ملګرو سره نږدې شو چې انټرنټ به کار کاوو بیا به یې د ایمیل او واټس آپ له لارې له مسؤلینو سره رابطه کوله او د وظایفو په باره کې یې ورسره سلا مشوره کوله. په دې میشت ځای کې په جهادي او ورځنیو رسمي وظائفو سربیره نوموړي ډیر وخت مطالعه کوله او یا به له ملګرو سره په موټر کې ګرځیده او د جهاد او اولس حالت به یې ځان ته معلوماوو.

له شهادت وړاندې یې د برید خطر احساس کړی و

د امریکایانو لخوا په وروستیو کې افشاء شوي معلومات ښيي چې منصور صاحب وړاندې له دې چې حمله ورباندې وشي  د حملې خطر احساس کړی و، نو ځکه یې د ټیلفون په توسط چې امریکایانو څاره له خپلې کورنۍ سره خبرې کړې وې او هغوی ته یې وروستۍ توصیې اورولې وې.

کومه سیمه چې د منصور صاحب موټر په کې د ۱۳۹۵ هـ ش کال د جواز په لومړۍ نیټه ماسپښین مهال هدف وګرځید، احمدوال نومیږي. دا د بلوچستان ایالت سرحدي سیمه ده چې د کندهار له ښوراوک سره نږدې پرته ده.

د نیمروز ولایت د اوسیدونکي ملا عبدالله بلوڅ په استناد د برید له سیمې لږ مخکې د لارې د سر د یوه هوټل څښتن خپل دسترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

په هماغه ورځ ماسپښین مهال د منصور صاحب دسپارلی موټر د هوټل سره ودرېد، په دې ورځ د معمول خلاف په هوا کې د بنګنو الوتکو غږ و، منصور صاحب چې ما نه پیژاند له مانه یې وپوښتل چې آیا دا الوتکې دلته همیشه ګرځي او که یوازې همدا نن یې غږ اوریدل کیږي. هوټل والا وایي ما ورته وویل نه پخوا مو دلته دداسې الوتکو غږ نه دی اوریدلی. منصور صاحب چې همدې الوتکو تعقیب کړی و، شاید له همدې ځایه پوه شوی وي چې امریکایانو یې پل موندلی، نو ځکه د هوټل والا په قول نوموړي د ډوډۍ خوړلو په عوض اودس وکړ، ورپسې یې د ماسپښین لمونځ اداء کړ او بیا په ډیر اوږده لمانځه(غالبا صلاة التسبیح) باندې ودرېد. د موټر ډرایور ورته بیا بیا اوازونه کول چې راځه ناوخته کیږي، خو منصور صاحب په نفلي لمانځه بوخت و، وروسته یې ډیره اوږده دعاءوکړه او بیا یې څو ځله په ټیلفون خبرې وکړې.

منصور صاحب دغه وروستۍ خبرې له خپلو نږدې قریبانو سره کړې وې، هغوی ته یې د خطر په اړه څه نه و ویلي یوازې یې عمومي توصیې ورته کړې وې. شاید منصور صاحب به د برید خطر یقیني نه باله، بلکې احتمالي به یې باله، نو ځکه له لمانځه او دعاګانو وروسته له هوټل څخه وځي او په موټر کې سپریږي چې شیبه وروسته همدا موټر د امریکا د ځانګړې بې پیلوټه الوتکې لخوا هدف وګرځید او نوموړی شهید شو.

د امریکا مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په دې اړه په خپاره کړیو معلوماتو کې لیکلي چې د منصور صاحب د ویشتلو فرمان د امریکا د ولسمشر اوباما لخوا ورکړل شو چې په افغانستان کې د موجودو امریکایي ځواکونو لخوا عملي شو. واشنګټن پوست وایي امریکایي استخباراتو یوه ورځ وړاندې د می میاشتې په شلمه نیټه د منصور صاحب څرک لګولی و چې د می په ۲۱ مه هدف وګرځید.

د منصور صاحب ایثار او جرئت که په امنیتي لحاظ د ملاحظې وړ و، مګر په معنوي لحاظ یې دا خبره ثابته کړه چې هغه ته خپل جهادي خدمت تر خپل ژوند ډیر ارزښت درلود، هغه د جهادي خدمت اود کفر په وړاندې د مبارزې په لاره کې هر وړ قربانۍ ته حاضر و، د هغه دا وړ شهادت هغه امتیاز دی چې د دې زمانې ډیر کم جهادي مشران یې ویاړ لري. الله تعالی دې د هغه قرباني قبوله کړي.

آمین یا رب العلمین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button