د پاکستان په وړاندې بنګله دېش۴وېکټو په زیان ۲۳۶ منډې وکړې

عزم/ بنګله دېش او  پاکستان د لوبډلو ترمنځ د کهلنا شیخ ابونصیر کرېکټ لوبغالي کې د ټیسټ لومړۍ ورځ لوبه ترسره شوه.

پچه د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشر مشفق الرحيم وګټله او د پاکستان په وړاندې يي د بيټينگ پرېکړه وکړه، دڅلورو وېکټو له لاسه ورکولويي ۲۳۴ منډې جوړې کړې .

دبنگله ديش له لوري  تميم اقبال اؤ امراء القيس په ملګرتیا لوبه پیل کړه، په ګډه يي ۵۲ منډې وکړې، تميم اقبال د یاسر شاه په توپ وسوځېده او امرءالقیس ۵۱ منډې وکړې د محمدحفیظ په توپ وسوځېده .

مؤمن الحق ښه لوبه وکړه۸۰ منډې وکړې سلیزې ته يي نزدې کړېوه خو ذوالفقاربابروسوځوه .

محمودالله ښه وځلېده ۴۹ منډې يي وکړې د وهاب ریاض په توپ باندې وسوځېده چې نوازيي توب ونيوه .

د معلوماتو تر مخ تراوسه دپاکستان اؤ بنگله ديش ترمينځ ١٤ ټيسټ لوبې شوي دي چې ټولې پاکستان ګټلي دي .

د پاکستان لوبغاړو وهاب ریاض، محمد حفیظ، ذوالفقار بابر او یاسر شاه ټولو یوه یوه وېکټه واخیسته .

دپاکستان ننۍ لوپدله کې: محمد حفيظ، اظهرعلي، مصباح الحق، يونس خان، اسد شفيق، سرفراز احمد، ياسر شاه، هاب رياض، سميع اسلم، ذوالفقار بابر اؤ جنيد خان، او د پاکستان نرم بالر سعیداجمل د کمزورې لوبې له امله د ټيسټ لوبه يي ورته چانس برابرنشو .

او دبنګله دېش لوبډله کې: شکيب الحسن، مشفق الرحيم، شووګاتا هوم، تاج  الاسلام، روبيل حسين، تميم اقبال، امراء القيس، مومن الحق، محمودالله، سوميا سرکار او محمد شاهد برخه لري .

د یادونې وړ ده چې نن د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ دویمه ورځ د ټیسټ لوبه روانه ده .

فیصل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button