فاریاب: تیره شپه د سقوط شویو بیسونو او پوستو شمیر ۱۶ ته لوړ شو

عزم: ۱۳۹۸/۳/۳- د تازه ترلاسه شویو معلوماتو له مخې فاریاب ولایت کې د سقوط شویو پوستو او بیسونو شمیر ۱۶ ته ختلی دی.

د فاریاب یوه امنیتی چارواکي د نوم نه ویلو په شرط ومنله جې تیره شپه د طالبانو برید ډیر پراخ وه او د څو پوستو له سقوط وروسته یو شمیر نورو څخه عسکر پخپله راووتل.

ددې چارواکی په وینا، تیره شپه ۹ بجې شاوخوا د شیرین تګاب ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې یو لوی بیس او ۲ پوستې برید لاندې راغلې او سربازانو د سهار تر ۴ بجو مقاومت وکړ.

دی وایي چې آخر ۴ سربازان ووژل شول او ۵ نور وسلوالو ژوندی ونیول، او پوسته سقوط شوه.

دا چارواکی وایي چې لدې وروسته، پدې ولسوالۍ کې د اردو افسرانو خپلو ماتحت کسانو ته امر وکړ چې په اسلام قلعه سیمه کې له نښتې پرته یو بیس او ۲ پوستې تخلیه کړي او سرونه وژغوري.

یو بل چارواکي د نوم نه ویلو په شرط د سیمې خبریال حسن سرداش ته ویلي چې د شیرین تګاب په ګورزاد سیمه کې د الماس ۴ په نوم یو غښتلی بیس او دې ته نزدې د خنجر ۱ او خنجر ۲ په نوم دوه پوستې سقوط شوي او په لویه پیمانه پوځي سازوسامان د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

د سیمې خلکو ویلي چې خواوشا ۷ سربازان طالبانو نیولي او لس یې وژلي، او د ۳ ټانګونو په ګډون، لوی شمیر سپکه او درنه وسله هم طالبانو نیولې ده.

بل خوا، د جمعه بازار ولسوالۍ په تپه قشلاق، دشت بز، چیان چاقتی، سیمو کې تیره شپه یوولس بجې طالبانو په ۱۰ پوستو یو وخت جنګ ونښلوه او د نن ورځې تر ۱۲ بجو جاري وه.

د وروستیو خبرونو له مخې، پایله کې دوه بیسونه او لس پوستې سقوط شوې او ۳ ټانګونه وسوځیدل.

خو د سیمې خلک وایي چې طالبانو ۴ سربازان ژوندی ونیول او څلور مړه شول، او نورو وکولی شول چې له سیمې ژوندي وتښتي.

طالبانو د تیرې شپې د جنګونو پخلی کړی او وایي چې له سقوط شویو بیسونو څخه یې ۴ ټانګونه، دوه هاوانونه، یو ۸۲ ملي متري توپ، یوه داشکه، یو زیکویک، ۶ راکټ ویشتونکي، ۷ پیکا ماشیندار، شپږ ام 16، دوه کلاشنکوفونه، او لوی شمیر مرمۍ نیولې دي.

نن د فاریاب والي ویلي چې د ولسوالیو سرتیري دې د مرکز ساتنې ته راشي. په مرکز میمنه کې ګڼو پخوانیو ټوپکیانو  بیړنۍ غونډه کې حکومت سخت غندلی او د میمنې ساتنې لپاره د ځواکونو جوړولو غوښتنې یې کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button