د پاکستان ملي اسامبلې، له خیبر پښتونخوا سره د (فاټا) د یوځای کولو پریکړه منظور کړه

عزم (جمعه، ۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): پاکستاني پارلمان، د 31م آئیني ترمیم ترنامه لاندي، د رایو په اکثریت هغه مسوده منظوره کړه چې له مخي به یې قبایلي سیمي (فاټا) د خیبرپختونخوا ایالت برخه وګرځي.
د پاکستان پارلمان دغه پریکړه پرون پنجشنبه داسي مهال کړي، چې یوازې یوه اوونۍ قانوني وخت يې پاتي دی، نور دا پارلمان ختمیږي او پرځای یې ترټولټاکنو وړاندي، موقت حکومت راځي.
یاده مسوده چې د دغه هیواد د قانون وزیر لخوا وړاندي شوي، د قومي اسامبلې ۲۲۹ غړو یې په پلوۍ او ۲۹ تنو یې په مخالفت کې رایې ورکړې.
له دې وروسته به دا مسوده د مشرانو جرګي (سنا) او بیا د خیبرپښتونخوا ایالتي اسامبلې ته ځي، د هغوی له تصویب وروسته به یې ولسمشر لاسلیک کوي او عملي کیږي به.
د نوې مسودې په اساس به د فدرالي سیستم لاندې سیمې چې فاټا یادیږي، د پاکستان په حکومتي نظام کې شاملې شي. قبایلي سیمو کې به د صدر او ګورنر واک پای ته ورسی، د ایف سي آر په نوم قانون به ختم شي. د خیبرپښتونخوا ایالتي قانون به ورکي پلی شي.

مخالفتونه

د پاکستان جمعیت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو د دغه کار مخالفت کړی او په دې اړه یې له رایي اچوني څخه نټه کړي ده.
محمود خان اڅکزي د پاکستان د ملي اسمبلۍ پر دغې پرېکړې خواشيني وښوده او وايي، چې پايلې به يې ډېرې خطرناکي وي.
په وینا یې د پاکستان واکمنو د قبایلي سیمو له ولس سره سره د یادو سیمو ټاکل شوي استازي هم نه دي پوښتلي او دغه ګام يې د قبایلي سیمو د اکثریت وګړیو ضد وباله.
د جمعیت علما‌ء د ګوند یوه غړي او پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازي مولانا جمال الدین دغه ګام په کلکو ټکو وغانده او دا ورځ يې یوه توره ورځ یاده کړه.
دغو ګوندونو استدلال کړی چې حکومت په قبایلو جبري پریکړي تپي، پکار دا و چې د ټول پوښتني له لاري د قبایلي ولس نظر اخیستل شوی وای.

قبایل به څه ګټه ترلاسه کړي ؟

د نوي قانون له مخي به د قبایلو لپاره چې پخوا ۲۴ میلیارده بودجه لرله اوس به ۱۰۴ ملیارده ته پورته شي. د دې ترڅنګ به د لسو کالو لپاره د ۱۰۰۰ میلیارده ځانګړي مرسته ترلاسه کړي چې دا به په فاټا کې پر بیا رغونه مصرفیږي.
د دغه قانوني ترمیم له مخې به د ستري محکمې او ایالتي محاکمو لمن قبائیلي سیمو ته وغځوله شي.
همدارنګه تر راتلونکو پنځو کلونو پوري به له قبایلي ولس نه مالیه نه اخیستله کیږي.
که څه هم د دغه بدلون سره به فاټا د خیبر پښتونخوا ایالت برخه وګرځي خو له دې سره سره به د قبایلو ۱۲پارلماني او ۸ د مشرانو جرګي څوکۍ بیا هم پرخپل ځای پاتې وي.

د افغانستان غبرګون

افغان حکومت، د پاکستان پارلمان د دې پرېکړې په غبرګون کې وايي د قبایلي سیمو په اړه چې هره پریکړه کېږي باید له دوی او د قبایلي سیمو له اوسيدونکو سره مشوره پرې وشي.
په قبایلي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار غفور لیوال له بي بي سي سره په خبرو کې دا د پاکستان د حکومت یو اړخیز ګام یاد کړ.
هغه زیاته کړه دا مهال په قبایلي سیمو کې ۸۰ زره پاکستانی پوځ په زوره ځای پرځای شوی، چې له امله یې قبایلي ولس خپلواکي نلري، په وینا یې ځکه د پاکستان دا پریکړه قانونی حیثیت نشي موندلی.

قبایل کومي سیمي بللي کیږي؟

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه قبایلي سیمې یا فاټا چې په کې شمالي او جنوبي وزیرستان، خیبر، مومند، باجوړ، کورمه او اورکزي شامل دي، د پاټا له چترال، سوات، دیر، کوهستان، ملاکنډ او مانسېرې سره به په خیبرپښتونخوا ایالت کې ګډېږي او د پاټا ژوب، بوری، چاغي، ډالبندین او د سیوۍ بوګټي او مري قبیلې به په بلوچستان ایالت کې ګډېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button