لوګر: صفر یک قطعې دوه جوماتونه نړولي

 

عزم(چهارشنبه، ۱۶ غبرګولی ۱۳۹۷) بیګاه شپه لوګر مرکز او برکي ولسوالۍ کې صفر یک قطعې عملیات کړي چې ولسي خلکو ته یې زیانونه اړولي.

لوګر ولایت څخه یوې سیمئیزې سرچینې ویلي چې یادو ځواکونو د مرکز دمغلان سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې یو جومات په بشپړه توګه نړولی او څلور سیمئیز وګړي یې له ځان سره بیولي.

همدا راز دغو ځواکونو د لوګر برکي ولسوالۍ کې هم تیره شپه عملیات ترسره کړي دي.

له برکي برک څخه یوې سرچینې عزم ته ویلي چې د ناکام کلا په سیمه کې د صفر یک قطعې عسکرو لومړی یو جومات باندې بمبار کړی وروسته یې بمونه ترې لاندې کړي او په ټولئیزه توګه یې نړولی.

دا لومړی ځل ندی چې د دغې قطعې عسکر په لوګر او میدان ولایتونو کې داسې پیښې ترسره کوي پخوا هم د دوی له لوري د ولسي خلکو کورونه نړولي او جوماتونه یې وران کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button