سرپل: اربکی قومندان له ۷ عسکرو سره طالبانو ته ورغلی

 

عزم(چهارشنبه، ۱۶ غبرګولی ۱۳۹۷) طالبان وایي چې د سرپل ولایت د مرکز اړوند د لتي سیمې یو اربکی قومندان له ۷ تنو عسکرو سره له دوی سره یوځای شوی او څو میله اسلحه یې هم وروړې.

طالبانو ویلي د لتي سیمې قومندان رحیم الله له ۷ تنو نورو عسکرو سره ورغلی چې یو راکټ، یو پیکاماشیندار، پنځه کلاشینکوفونه ، څلور موټرسایکل اوګڼ نورمهمات یې هم وروړي.

د یادونې ده چې تیره ورځ د فراه ولایت پشترود ولسوالۍ کې هم یو قومندان له څلورو ملګرو سره طالبانو ته ورغلی وو یو ټانګ او ګڼې وسلط یې هم له ځانونو سره وړې وې.

طالبان په خپلو تشکیلاتو کې د دعوت ارشاد په نوم کمیسیون لري چې هر ولایت او ولسوالۍ ته خپل مسئولین یې ټاکلي د دولت له لیکو عسکر ورجلبوي خو د څو ورځو وړاندې د عفوې اعلان یې ډیر عسکر د دوی لیکو ته وروستل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button