د فلکیاتو نړیوال مرکز: بلې جمعې ته اختر دی

عزم: ۱۳۹۷/۳/۱۷د فلکیاتو نړیوال مرکز چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې فعالیت کوي اعلان کړی چې راتلونکی اختر به د بلې جمعې په ورځ (د جون په ۱۵) پیل شي.

دغه مرکز یوه اعلامیه کې ویلي چې د نړئ زیاتره هیوادونه به د راتلوتکې پنجشنبې په ورځ (د جون په ۱۴) د شوال میاشت به له اسبابو پرته په سترګو ولیدل شي.

دا مرکز وایي چې اروپا او جنوب ختیځې آسیا کې به میاشت د تلسكوب په وسیله ولیدل شي خو زیاتره عربي هیوادونو کې به په عادي سترګو ولیدل شي.

بل خوا، د عربستان د فلکیاتو یوه ماهر ویلي سږنۍ روژه ۲۹ ورځې ده او د جمعې په ورځ به اختر وي.

عربي ملکونو څخه د اختر خبرونه داسې مهال راځي چې ترکیې او یو شمیر ملکونو له عربستان او نورو اسلامي هیوادونو یوه ورځ مخکې روژه نیولې وه او د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به یې ۳۰ روژې پوره شي.

ترکي رسنیو د ناسا فضایي ادارې لخوا تازه څیړنو ته په کتو ویلي چې د ترکیې لخوا د روژې نیول برحقه او سم


وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button