افغانستان به راتلونکې څلور کالو پورې نېږدې ۱۲۰ د کرکټ لوبې ولري

نشرونکی: ویس احسان برخه: ورزش جون 21, 2018

عزم ټکی اورګ ( پنجشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د راتلونکې څلورو کلونو لپاره د کرکټ سیالیو مهالویش اعلان شو چې په کې به افغانستان له ۲۰۱۹م څخه تر جنوري د ۲۰۲۳م پورې به نېږدې ۱۲۰ سیالۍ ترسره کوي.

په دغه موده کې له هند، انګلېنډ او له افریقې سره له سیریز پرته به افغانستان د آیرلینډ، زمبابوې، بنګلدیش، ویسټ انډيز، نیوزېلنډ، هندوستان، پاکستان، هالینډ او استرالیا پر وړاندې به د یو ورځني، شل اوریزو نړیوال جام او آسیا جام پرته ۹۹ سیالۍ ترسره کوي.

د کالونو او میاشتو په حساب سره د افغانستان سیالۍ په لاندې ډول دي:

۲۰۱۸م کال: افغانستان به د آیرلینډ لوبډلې پر وړاندې د روان کال په آګست میاشت کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي، چې ورپسې به د همدغې کال په ستمبر میاشت کې په آسیا جام کې ګډون کوي.

۲۰۱۹م کال: د آیرلینډ پر وړاندې یو ټیسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ، همدا ډول به د بنګلدیش او آیرلینډ پر وړاندې یو-یو، یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي، له دې وروسته به د کرېکټ نړیوال جام کې ګډون کوي.

د یاد کال په آګست میاشت کې زمبابوې ته سفر لري او هلته به یو ټیسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي، چې همدا ډول به د بنګلدیش پر وړاندې په اکتوبر میاشت کې یو ټیسټ او دوه شل اوریزې سیالۍ کوي. سربېره پر دې به افغان لوبډله په نومبر میاشت کې د ویسټ انډيز کوربه توب کوي او دوی سره به یو ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي.

۲۰۲۰م کال: په یاد کال کې به یو ځل بیا افغان لوبډله د آیرلینډ لوبډلې کوربه توب کوي، او ددوی پر وړاندې به د مارچ میاشت کې یو ټیسټ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي، چې ورپسې به د آګست په میاشت کې یو ځل بیا د آیرلینډ پر وړاندې درې شل اوریزې سیالۍ کوي، او له دې وروسته به د ۲۰۲۰م کال په آسیا جام او د شل اوریزو نړیوال جام کې ګډون کوي، چې د کال په پای او په نومبر میاشت کې به له استرالیا سره یوازینۍ ټیسټ لوبه کوي.

۲۰۲۱م کال: ددغه کال په جنوري میاشت کې به افغان لوبډله د آیرلینډ کوربه توب کوي، یو ټیسټ، درې یو ورځنۍ اودرې شل اوریزې سیالۍ، ورپسې به د زمبابوې کوربه توب کوي، دوه ټیسټ لوبې او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي، چې د همدغه کال په مارچ میاشت کې به د هند پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ هم کوي.

همدا ډول د روان کال په جولايي او آګست میاشتو کې به د سرېلنکا پر وړاندې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي، چې د ستمبر په میاشت کې به د پاکستان په کوربه توب درې یو ورځنۍ سیالۍ، په اکتوبر میاشت کې د آیرلینډ پر وړاندې درې شل اوریزې، د ۲۰۲۱م شل اوریزو نړیوال جام او بیا به د زمبابوې پر وړاندې یو ټیسټ، درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې، او د کال په پای کې به د هالینډ لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي.

۲۰۲۲م کال: په دې کال کې افغان لوبډله د بنګلدیش پر وړاندې په فروري او مارچ میاشت کې درې یو ورځنۍ، دوه شل اوریزې، د استرالیا پر وړاندې د مارچ میاشتې په پای کې درې یو ورځنۍ، د آیرلینډ پر وړاندې په اګست میاشت کې یو ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې، د استرالیا پر وړاندې د ستمبر په میاشت کې یوازینی ټيسټ، د ستمبر میاشتې په پای کې د ۲۰۲۲م آسیا جام، او وروستۍ لوبې د ۲۰۲۳م کال په پېل کې د ویسټ انډيز او نیوزېلنډ پر وړاندې ترسره کوي چې درې-درې یو ورځنۍ سیالۍ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button