کشاف ولې د امریکا نوم په خوله نه راوړي؟

زخمي افغان

کشاف د عربي صرف او نحو له نظره د مبالغې صیغه ده، کشاف هغه چا ته وایي چې ډیر ښه کشف کوي او هیڅ شی هم ترې نه پاته کیږي. مګر ډیر ځله داسې وي چې اسم په مسمی کې برعکس تاثیر کړی وي او هغه چې ځان ته کشاف وایي په عملي میدان کې تپ تور او په دواړو سترګو ړوند وي.

زموږ قیام الدین خان چې ځان ته کشاف وایي، تراوسه یې په افغانستان کې د امریکایانو پوځي شتون، د هغوی دربن ټانګونه، د هغوی بنګنې الوتکې، د هغوی د بمبار کڼوونکی درزهار او بالاخره د هغوی برګ بیرغ چې په امریکایي اډو باندې ټالۍ وهي او ټول افغانان یې ویني، مګر کشاف صاحب تر اوسه دغه غرونه غرونه حقائق نه دي کشف کړي.

همدا اوس مې د قیام الدین کشاف هغه وینا ولوسته، کومه چې یې په سعودي عربستان کې د عالمانو غونډې ته وړاندې کړې ده. کشاف په ځای د دې چې د مقتضی الحال و المقام موافق د افغانستان مسئلې ته له شرعي او علمي اړخه وګوري، خپل تقریر یې په ژړا او انګولا پیل کړ، د شعور په ځای یې عواطف غږولي دي، د ټولو وژنو او ملکي تلفاتو د ملامتیا ګوته یې طالبانو ته نیولې او ویلي یي دي چې په دې هیواد کې یوازې په چاودنواو د ده په خبره انتحاري بریدونو کې خلک وژل کیږي او نور کراره کراري ده.

د کشاف په خبره کې تر ټولو عجیبه خو دا وه چې په اوږده وینا کې یي تر پایه د امریکا نوم هسې د نمونې لپاره هم نه دی یاد کړی، آیا کشاف واقعا د امریکا په پوځي شتون خبر نه دی او که یې ځان ناګاره اچولی؟ نه پوهیږو تر څو به د یو بل سترګو ته خاورې شیندو او غلطول به کوو.

که د سعودي عالمان تیر ایستل شي او دا نظر ورکړل شي چې دلته بل هیڅ کیسه نشته یوازې د طالب او اشرف غني جنګ دی، آخر دا خپل اولس به څنګه خطا باسئ چې ۲۴ ساعته یې په غوږ کې امریکایي بنګنې طیارې بنګیږي. هغه اولس چې په شپه کې څو ځله یې د امریکایي چورلکو غورهار له خوبه پاڅوي. او همیشه دامریکایي الوتکو به بمبار کې ورته ځاني او مالي زیان اوړي.

کشاف صاحب! خیر که په غوږو کې دي مالوچ تخته کړي او د بنګنو اواز نه اورې، خیر که کشف دې دومره کمزوری دی چې د باګرام، کندهار، خوست او نورو ښارونو څو فرسنګه پراخې امریکایي اډې هم په نظر نه درځي.  خو یو مخ هم د انکار او تجاهل په غونډۍ هم په مه کینه. که بل ځل دې داسې وینا کوله خیر دی، لږ تر لږه یو ځل خو د امریکا نوم هم په کې یاداوه، چې دلته امریکایي عسکر هم شون لري. کنه خلک به درپوه شي چې سړي ډالر خوړلي او د حق السکوت پیسو یې ژبه د یرغلګرو په یادونه ګونګه کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button