جوزجان: طالبانو شمال کې د داعش وروستی سنګر ونیوه

عزم:۱۳۹۷/۵/۸- امنیتي سرچینو پخلی کړی چې نن له ماښام وروسته د سختو نښتو په پایله کې طالبان وتوانیدل چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د سردرې ستراتیژیکه سیمه له داعشیانو ونیسي.

د دغو سرچینو په وینا، سردره د هیواد شمال کې د داعشیانو وروستی سنګر وه چې لا هم پکې ددوی شتون وه.

دا سرچینې زیاتوي چې لدې مخکې، طالبانو ټولې هغه سیمې تصفیه کړي چې داعشیانو پکې د واکمنۍ دعوه لرله.

سیمییزې سرچینې وایي چې د طالبانو عملیاتو کې د داعش وسلوال یا وژل شوي، یا اسیران شوي، یا حکومت ته تسلیم شوی او مشران یې لا پخوا نورو ولایتونو او حکومت ته اووښتي ول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button