غزني: د رشیدانو ګرځنده امنیه قومنداني او ۵ پوستې طالبانو ونیولې

عزم: ۱۳۹۷/۵/۱۶- د غزني امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو د رشیدانو ولسوالۍ ګرځنده امنیه قومنداني چې اوسمهال یې جغتو ولسوالۍ کې شتون لره سقوط کړنې ده.

دغه چارواکي وایي چې طالبانو تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د جغتو ولسوالۍ په قیاغ دره، ګل سرخ او «پیره که» سیمو کې ډله ییز بریدونه وکړل او د ۵ پوستو په ګډون، د رشیدانو ولسوالۍ ګرځنده امنیه قومندانۍ یې ونیول.

د غزني یوه استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تیره شپه جغتو کې د نښتو مهال ۲۵ تنه د اردو او پولیسو سربازان مړه او ۱۶ زخمیان شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د یادو پوستو او ګرځنده امنیه قومندانۍ نیولو او لسګونو سرتیرو مرګ ژوبلې مسئولیت منلی او زیاتوي چې دغو پوستو ته په ورتلونکې مرستیاله قوه برید کې یې هم ۲ ټانګونه او ۵ سربازان له منځه وړي دي.

د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي چې د تیرې شپې نښتو مهال یې یو ټانګ، ۳۵ میله سپکه او درنه وسله  او ګڼ شمیر ډول ډول مهمات او نظامي توکي نیولي دي.

نزدې ۴ میاشتې راهیسې طالبانو د الخندق په نوم پوځي عملیات پیل کړي او له هغه وروسته یې ګڼې ولسوالۍ او سلګونه امنیتي پوستې نیولې دي.

له هغه را وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ لارښوونه کړې چې افغان پوځ دې د هیواد لیرې پرتو سیمو څخه ووځي او د ولایتونو مرکزونه او لوی ښارونه دې ولکې لاندې وساتي.

خو شنونکو د امریکا دغه ګام له دې هیواد څخه د وتلو یو ګام بللی، او همدې ویرې ګڼ امنیتي سرتیري او افسران اړ کړي چې هره ورځ ډلې ډلې طالبانو ته تسلیم شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button