Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

نوی خبر: په غزني ولایت ۵ توغندی ولګیدل

عزم ـ جمعه /۱۳۹۷/۵/۲۶- ناتایید شویو خبرونو ادعا کړې چې نن د جمعې په ورځ غزني ښار کې په دولتي اهدافو داسې مهال برید شوی چې ولسمشر اشرف غني هم شتون لري.

نن په ناڅاپي سفر کې ولسمشر دغه ښار ته د امنیتي وضعیت ارزونې لپاره تللی دی.

د ادعاوو له مخې، خلکو او چارواکو سره د ولسمشر اشرف غني د لیدو کتو مهال ۵ توغندي راویشتل شوي دي.

دې خبر کې دا ندی ویل شوي چې ایا دغه بریدونو مرګ ژوبله لرله او دا چې توغندي په کومو هدفونو ولګیدل؟.

لدې برید نزدې یوه نیمه میاشت وړاندې غزني ښار کې د لوړپوړو امنیتي منسوبینو په غونډې برید هغه غونډه اخلال او رخصت کړې او دوه سربازانو ته مرګ ژوبله هم پېښه کړې وه.

بل لور ته، طالبانو یو وار بیا د کابل غزني په لاره سیداباد کې پلټنې پیل کړي او سربازان او استخباراتي کارمندان نیسي.

یوې سرچینې ویلي چې د میدان وردګ ولایت په سارلارو سیمه کې طالبانو د پوځ اکمالاتي کاروان په نښه کړی او جنګ شوی دی.

د افغانستان ملي دفاع وزارت تراوسه ددې خبرونو په هکله څه ندي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button