پاکستاني جنرالانو غزني سقوط کړو افغاني جنرالان یې کابل کې ۱۴اګست لمانځي

لیکوال بدر ځلاند

د تیرې جمعې په ورځ طالبانو د غزني ولایت په مرکز د څلورو لوریو پراخ تعرضي بریدونه پیل کړل او د ولایت مهم ستراتیژیک ځایونه یې تر خپل کنترول لاندې راوستل په سلګونو دولتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله واړوله

څو ورځې د حکومت والي امنیه قومندان او نور لوړ پوړي چارواکي تښتیدلي وو ورک وو چې نه د خپلو سرتیرو رابطه ور سره کیدله او نه د مرکزي حکومت سره ددوی د ژوند او مرګ احوال وو

طالب ځوانانو ګڼ شمیر وسلي او تجهیزات له ځانونو سره په ډاډه زړه یوړل

افغان دولت ډیره هڅه وکړه چې د غزني له ښار څخه د طالبانو ټغر ټول کړي خو نه تنها دا چې غزني یې تر پنځو ورځو پورې له طالب ځواکونو تصفیه نکړو بلکه د څلورو ورځو پر تیرویدو دومره هم ونه توانیدل چې خپل تازه دمي سرتیري یې غزني ته ورسیږي بلکه په لارو کې له داسې مرګونو بریدونو سره مخ شول چې دوی یې سوچ هم نه کاوو

وروسته د افغان دولت چارواکو دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او نورو په ډیره تونده لهجه د غزني برید چې د افغان ځواکونو لپاره یو قتل عام بلل کیده د پاکستان برید وباله او په دغه پنځه ورځنۍ جګړه کې یې د څو پاکستاني جنرالانو د وژل کیدو او د لسګونو وژل شویو پاکستانیانو پاکستان ته د انتقالیدو خبرونه ورکړل

خو دوه ورځې وروسته چې کله پاکستان حکومت خپله د ازادي ورځ ۱۴ اګست لمانځله همدغو د افغان دولت سپین سترګو چارواکو په کابل کې د پاکستان د ازادي ورځ په ډیر جوش ولمانځله

سړی حیران دې ته شي چې یو بهرنی ګاونډی هیواد رازي ستا د یو مکمل ولایت هرڅه در څخه وړي په سلګونو سرتیري دې وژنې الوتکې دې را غورزوي ته هم ددوی د دښمني نارې وهې او برالا اقرار هم کوې چې دا کار له مونږ سره پاکستان وکړو
نو پر ځای ددې چې ته له دغه هیواد سره تعلقات پرې کړې د خپلو سلګونو وژل شویو سرتیرو د وژلو پوښتنه ترې وکړي او په مقابل کې یې د انتقامي عمل لپاره لاس په کار شې بر خلاف پر دوهمه ورځ د همدې دښمن هیواد د ازادي ورځ په خپل پایتخت کې لمانځې

نه پوهیږو چې د افغان دولت چارواکو دماغو کار پرې ایښی او که د بې غیرتي اخري حد ته رسیدلي چې د خپل دښمن او د سلګونو هیوادوالو او سرتیرو د قاتلینو سره په اګاهانه ډول د ازادي ورځې لمانځي

یا خو دا خبره ددوی سوچه دروغ ده او په خپلو دروغو اقرار هم کوي چې ګویا غزني غزنوي طالبانو نه بلکه پاکستاني جنرالانو سقوط کړی او یا دومره بې ننګه دي چې د خپلو وژل شویو سرتیرو د پوښتنې جرأت نلري

افسوس دداسې دولت په سرتیرو چې د داسې بې ننګه مشرانو د امر لاندې ځانونه وژني
د افغان دولت سرتیرو ته لږ سوچ او فکر پکار ده چې اخیر دلته کوم ګیم ددوی په سرونو روان ده ایا دوی رښتیا د افغانستان ساتونکي دي، ایا ددوی مشران افغانستان او افغان ولس پیژني،
ایا دوی دیو مجهول جنګ قربانیان نه دي، ایا دومره ذلالت او دومره چشم پوشي چې د افغان دولت سرتیري یې د خپل ژوند او مرګ په اړه کوي کوم د عقل خاوند به داسې وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button