ولې مو د سر او ږيرې ويښتان سپينيږي؟ لاملونه او درملنه يې

 

ډاکټر پرویز (صمدې)

د ښوونځۍ په درسونو کې مو لوستلې دي، چې د ژونديو موجوداتو وجود له ژونکو (حجرو يا Cells) څخه جوړ شوی دی او حجره د يو ژوندي موجود د بدن د جوړښت او دندې واحد دی. حجرې مختلف ډولونه، عمر او دندې لري، کله چې نوې حجرې منځ ته راځي نو زړې حجرې مري او له بدن څخه وځي. د ويښتانو او نوکانو لويدل، هغه مړې حجرې دي، چې د نویو حجرو پر اساس بهر راوځي.
دلته په دې خبرې کو، چې ولې مو ويښتان سپينيږي او څنګه يې مخنیوی کولی شو.
د ويښتانو د سپينېدو لاملونه:

۱- جېنېټک: د ارثي لاملونه له امله د ځينو کسانو ويښتان له شل کلنۍ هم مخکې سپينيږي، چې د نورو لاملونه سره – سره يې ارثي اغېزې هم لامل بلل شوی دی.

۲- د مېلانېن Melanin کمښت: مېلانېن Melanin په ژونديو موجوداتو کې د ويښتانو د طعبيي رنګونو ګروپ دی، کله چې په وجود کې د مېلانېن Melanin ټاکلې شمېره کمه شي نو د ويښتانو رنګ په سپين اوړي. مېلانېن Melanin هغه وخت په وجود کې کمښت پيدا کوي، چې په لږ شمېر پروټين وخورو او خوراک مو د پروټينو او نورو منرال لرونکو خواړه له اړخه ضعيف وي.

۳- هورمونونه: د ژونديو موجوداتو په وجود کې د نورو سېسټمونو ترڅنګ د هورمونونو سېسټم د ژوندي او مهم رول څخه برخمن دی. د انسان په بدن کې مختلفې غدې مختلف هورمونونه ذخېره کوي. هر کله چې د هورومونونو شمېر بې توازنه شي او په ځانګړې ډول هغه هورمونونه چې د ويښتان له رنګ سره اړيکه لري، د ويښتانو د رنګ د تللو سبب کيږي.

۴- د B12 وېټامين کمښت: د بي ۱۲ ويټامين کمښت او همدارنګه په تیروئید (thyroid) او پیټیوټري (pituitary) غدو کې ستونزې د ويښتانو د سپين والي لاملونه دي.

۵- خفګان، الکولي څښاک او غېرې روغتيايي خوراک: له حده ډېر خفګان او اندېښنې د انسان په وجود بد او منفي اغېز لري، چې يو يې له دغو څخه د ويښتانو سپين والی دی، همدارنګه الکولي څښاک او غېرې صحي خوراک د ويښتانو د سپين والي لاملونه دي.

۶- کيمياوي مواد: په هغه شامپو او صابون سره د ويښتانو مېنځل، چې په ډېره کچه تيز کيمياوي ترکيب ولري، په مستقيم ډول د ويښتانو د سپېنېدو سبب کيږي. له شامپو او صابون پرته، ځېنې کيمياوي کريمونه، د ويښتانو تيل او جيل هم د ويښتانو په زر سپينېدو کې مرسته کوي.

۷- بهرني لاملونه: د هوا ککړتيا او ناڅاپي بدلون د ويښتانو د زر سپېنېدو بهرني لاملونه شمېرل کيږي.

د ويښتانو د زر سپېنېدو مخنېوی او درملنه:

۱- تور چای: په يوه اونۍ کې درې او يا دوه ځلې مو د سر ويښتان په تور چای سره لنده کړئ، تور چای د سپينو ويښتانو د ډېر والي مخنيوی کوي او همدارنګه تورو ويښتانو ته ځلا ورکوي.
طريقه:
۱- دوه کاشوغې تور چای او يو ګيلاس اوبه.
۲- تورچای په اوبو کې جوش کړئ.
۳- جوش شوی تور چای پرېږدئ، چې سوړ شي.
۴- کله چې چای سوړ شو، نو بيا يې په سر باندې له ۱۰ څخه تر ۱۵ دقيقو پورې ومښوئ ترڅو د ويښتانو لاندې د سر پوستکی مو لوند شي.
۵- له مښولو ووسته مو د سر وېښتان د يو ساعت لپاره همداسې پرېږدئ.
۶- وروسته له يو ساعت څخه، په نرم صابون او يا شامپو سره مو وېښتانو پرېمنځئ.

۲- د کوپرې غواړي او د ليمو اوبه:
ليمو د بي او سي ويټامينو څخه برخمن دی، بي او سي ويټامينونونه خو په ځانګړې ډول د بي ويټامين مو د وېښتانو د رنګ د حجرو په جوړښت کې مرسته کوي.
طريقه:
۱- د ليمو اوبه او د کوپرې غواړي سره ګډ کړئ.
۲- دومره تودحه ورکړئ، چې یوازې متعدل ګرم شي.
۳- وېښتان مو پرې مساج کړئ.
۴- وروسته مو وېښتان پرېمنځئ.
۵- دا کړنه په يوه اونۍ کې دوه ځلې ترسره کړئ.

۳- د پياز اوبه:
څېړونو ښودلې ده چې د پياز اوبه د وېښتانو د توېدو مخنيوی کوي، د وېښتان لپاره روغتيايي درمل دي او همدارنګه د وېښتانو د سپينوالي مخنيوي کوي.
طريقه:
۱- يوه لويه کاشوغخ پياز مېده کړئ.
۲- د پياز اوبه اوباسئ.
۳- د لسو دقيقو لپاره مو سره ورباندې مساج کړئ.
۵- د نيم ساعت لپاره، د پيازو اېستل شوې اوبه مو پر سر باندې پرېږدئ او بیا يې پرېمېنځئ.
۶- دا کړنه هر اونۍ دوه ځلې ترسره کړئ.
يادونه: په دې طرېقي سره به وېښتان د يو وخت لپاره د پيازو بوی ورکوي.

۴- نکريزې:
د نکريزو پوډر که څه هم په پوره ډول نشې کولای چې سپين وېښتان تور کړي، خو د رنګ په بدلون سره کولای شي سپين وېښتان مو پټ کړي.
طريقه:
۱- پنځه کاشوغې د نکريزو پوډر.
۲- يوه کاشوغه کافي.
۳- يو کېلاس اوبه.
۴- اوبه سره ګډ کړئ او بيا يې د نکريزو پوډرو ته سره مېکس کړئ.
۵- په جوړ شوې محلول باندې مو وېښتان ولړئ او درېيو او څلورو ساعتونو لپاره يې پرېږدئ.
يادونه: د نکريزو پوډرو ته پوره پاملرنه وکړئ، د نکريزو ځينې پوډر په ډېر شمېر کيمياوي مواد لري، چې د وېښتانو د زر سپين والي لامل کيږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button